تازه خبرونه

ترکي مذاکرات: پاکستان او افغان طالبان هوکړې ته نزدې شوي

نن په ترکي استنبول کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو دریمه پړاو پیل شوې او تمه ده چې څو ساعته کې به وروستۍ رحلې ته ورسیږي
تمه ده چې نن د نهې په ورځ به بیا د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ په ترکي کې دویم ځل ناسته وشي

د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د دوحه تړون په دوام کې ترکي کې خبرې په ۲۵م اکتوبر پیل شوې او نن تمه ده چې دواړه هیوادونه هوکړه وکړي

د باوري سرچینو په وینا، په استانبول کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو مذاکراتو درېیم پړاو وروستۍ مرحلې ته رسېدلی او دواړه لوري د یو نوي “استنبول تړون” د نهایی کولو ته ډېر نږدې شوي دي. د ایچ ټي این د سرچینو په خبره، دغه تړون به د لس مهمو مادو په چوکاټ ولاړ وي، او نن تمه ده چې د هوکړې اعلان وشي

 
د راپورونو له مخې، پرون دواړو لورو د ۱۳ ساعتونو اوږدې ناستې په ترڅ کې د تړون پر بنسټیز جوړښت موافقه وکړه، خو د طالبانو پلاوي د لاسلیک پر موضوع محتاط دریځ خپل کړی دی. د طالبانو استازو هغو مادو ته اعتراض څرګند کړی چې په کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچ لېبریشن آرمي  د له منځه وړلو صراحتاً یادونه شوې ده

 
ایچ ټي این ته د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، تړون لاندې مهمې مادې لري

د افغان خاورې څخه به هیڅ وسله‌واله ډله، د ټي ټي پي  او بي ایل اې  په ګډون، د پاکستان پر ضد نه‌شي کارول کېدای.د افغانستان له لوري به د ترهګرو ډلو د جذب یا بیا تنظیم پروسه درول کېږي ، د پاکستان، افغانستان، قطر او ترکیې ترمنځ به یو ګډ استخباراتي میکانیزم جوړېږي چې د تړون د احتمالي سرغړونو څارنه به کوي. قطر او ترکیه به د تړون د ضامنو هېوادونو په توګه خپل رول ترسره کوي.تړون کې د امنیتي همکارۍ، اعتماد جوړونې او ګډو اقداماتو مادې هم شاملې دي

 
یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي ایچ ټي این ته ویلي چې اسلام‌اباد طالبانو ته په واضحه توګه ویلي دي، چې پرته د لیکلي ضمانتونو هېڅ توافق نه شي کیدلې او دا  یوازې یو سمبولیک عمل ګڼل کېږي.طالب پلاوی بیا وایي چې اعتماد باید د لاسلیک څخه مخکې رامنځته شي، او د هغوی دریځ  دا دی چې د  تحریري ژمنو وړاندې دې بشپړه ډاډ ورکړل شي.   
ایچ ټي این د خپلو سرچینو له قوله وایي چې تړون لا هم د بحث او غور په پړاو کې دی، او اعلان به یې هغې شېبې ته وځنډېږي چې کله د طالبانو پلاوی د پاکستان د تحریري ضمانتونو غوښتنه ومني

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې پرون پاکستان د افغان طالبانو هغه وړاندیز چې ویل ی د ټي ټي پي پلاوې هم په دې خبرو کې شامل کړې، رد کړل، پاکستان دریځ خپل کړې دې چې افغان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شی او افغان طالبان باید د ناقانونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي ضد اقدام وکړي، څو ورځې وړاندې هم د پاکستان وزارت خارجه په یو بیان کي ویلي وو چې پاکستان لپاره سوداګریزې لارې هیڅ کوم اهمیت نه لري او پاکستان لپاره د عام پاکستاني وګړو ژوند ډیر زیات مهم دې.

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *