تازه خبرونه

بنګله دیش کرکټ بورډ: خپله ملي کرکټ لوبډله هند ته نه لیږو

د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر ویلي دي چې هند کې د بنګله دیش کرکټ لوبډلې لپاره امنیتي وضع ښه نه ده ځکه د هند تندلاري ی په نښه کولې شي
په هند کې تند لاري د مسلمان لوبغاړو پر ضد کرکه خپروي

د هند تندلارې ډلې له لوري فشار وروسته په آیی پي ایل کې له سیالیو څخه د بنګله دیش تیز بالر مسفیض الرحمان لیرې شی چې وروسته ی د بنګله دیشن لوبغاړو او بورډ غبرګون را اوپارول

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ ،بي سي بي مشر چارواکي او ډایریکټر آصف اکبر په ښکاره ټکو سره ویلي چې د بنګله‌دېش ملي لوبډله به د ټوینټي۲۰ نړیوال جام د سیالیو لپاره په هېڅ ډول کوم  شرطونو  هند ته لاړه نه شي

د بنګله دیش ملي کرکټ لوبډلې دې پریکړې په اړه ی د بي سي بي مشر آصف اکبر  په رسمي بیان کې وویل، د آی سي سي له لوري که سریلانکا یا بنګله‌دېش د کوربتوب لپاره وټاکل شي، دا جلا موضوع ده؛ خو د بنګله دیش کرکټ لوبډلې لپاره  اوسنی امنیتي وضعیت په هند کې  مناسب نه دې

د پریس ریلیز له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتیا یو اساسي لامل د آی پي ایل له سیالیو څخه د بنګله‌دېشي تېز بالر مستفیض الرحمان لرې کېدل دي

 راپور زیاتوي چې هندي تندلارو تر ګواښونو وروسته د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې نوموړی له ټیم څخه لیرې کړو ، چې له امله یې اړیکې ترینګلې شوې بي سي بي  بېړنی غونډه راوغوښته او پرېکړه یې وکړه چې ملي ټیم به هند ته و نه لیږل شي

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې مستفیض الرحمان مخکې د شاه رخ خان ملکیت ټیم کې له ۹ کروړه هندي روپیو په ډېر ارزښت اخیستل شوی و، خو د افراطي عناصرو له سختو عکس‌العملونو وروسته یاد لوبغاړی له ټیم څخه لرې کړل شو

د بنګله‌دېش کرکټ بورډ ټینګار کړی چې د لوبغاړو امنیت یې تر ټولو ستر او د پام وړ دی او هر ډول وروستۍ پرېکړه به د آی سي سي له سلا او متبادلو امکاناتو سره سمه اعلان کړې

سپورټس کې د هند لوري کرکه او سیاست

دلته دا هم مهمه ده چې د هند په کرکټ لوبډله او د هند کرکټ بورډ  پر چارواکو باندې په دې وروستنو کې د کرکټ مینه والو لوري سختې نیوکې وشوې کله چې دوی د پاکستان کرکټ بورډ او د آسیا کرکټ کونسل مشر محسن نقوي څخه د  آسیا کرکټ ټرافي له اخستلو انکار وکړو

د کرکټ مینه والو دریځ وړاندې کړو چې په سپورټس کې کرکه او سیاست نه وي خو له بده مرغه دا د هند کرکټ لوبغاړي دي چې په لوبه کې ی کرکه او سیاست رامنځته کړې دې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *