تازه خبرونه

بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې ترهګریز بریدونه شوي دي

د بلوچستان په ځاران ضلع کې ترهګرو پر پولیس تاڼه برید کړې او په زندان کې بند قیدیان هم خلاص کړي دي
په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي

د خیبرپښتونخوا په بنو کې هم د بنو کینټ د یو راکټ برید لاندې راغلې دې

 د بلوچستان ترهګریز برید په اړه ترلاسه شویو معلوماتو ترمخه په بلوچستان کې پر پولیس تاڼه برید شوې دې، سرچینې وایی چې  دولتي وسایط وسوځول شول او له پولیس تاڼې څخه بندیان خوشي کړل

سرچینو ویلي دي چې د پاکستان په  ناارامه صوبې بلوچستان د خاران ولسوالۍ په مرکزي ښار کې بلوچ وسله والو د ښار پر پولیس تاڼه برید کړی دی۔ د برید پر مهال په تاڼه کې ولاړ سرکاري ګاړي ی هم سوځولي دي

سرکاري سرچینو ویلي، وسله والو له تاڼې څخه دولتي وسلې هم له ځان سره وړې او په زندان  کې بندي کسان یې په زور خوشې کړي او له ځان سره یې بیولي دي۔

سرچینې زیاتوي چې د وسله والو ځینې کسان د ښار بازار ته ننوتلي او هلته یې درې بانکونه هم په نښه کړي دي

سرچینې وایی چې  په هدف شوو بانکونو کې نیشنل بینک آف پاکستان، میزان بینک او بینک الحبیب شامل دي۔ تر دې مهاله دا نه ده څرګنده شوې چې بریدګر له بانکونو څخه پیسې تښتولو کې بریالي شوي دي او که نه

 له بل لوري د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې هم یو ترهګریز برید راپور شوې دې

سرچینې وایی چې په بنو کینټ کې یوه زوروره چاودنه شوې ده چې ښایی دا یو راکټي برید وو

سرچینې وایی له نامعلوم لوري د بنو کینټ پر سیمه راکټ برید شوی دی او  راکټ د بنو کینټ دننه د ډیفنس کالونۍ په یو تر جوړېدو لاندې کور لګېدلې دې

د چاودنې غږ په ټول بنو ښار کې واورېدل شو چې په عام اولس ی کې ی ډار خپور کړې ، پولیس او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي۔
  پولیس وایي چې تر اوسه د ځاني زیان کوم راپور نه دی ترلاسه شوی، د یادونې وړه ده چې له دې وړاندې هم څو څو  ځله پر بنو کینټ راکټي  بریدونه شوي دي  بل لوري ته فتح خېل لوړه پل چوکۍ باند هم د برید راپور ورکړل شوې دې ، سرچینې وایی چې د فتح خېل لوړه پل پر امنیتي چوکۍ وسله والو برید کړی دی
  د برید پر مهال درنې وسلې کارول کېږي شوي او پولیسو هم په ترهګرو ځوابي ډزې کړي دي
  تر دې مهاله د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *