تازه خبرونه

افغان طالبان او کال ۲۰۲۵:  افغانستان کې  د ښځو حقونه د ښپو لاندې شوي

افغانستان کې د ښځو په زده کړو او په دفترونو کې هم د افغان طالبانو لوري د ښځو په کار بندیز لګیدلې دې
....... افغانستان کې ، د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه د ښځو حقونو ترپښو لاندې شوي دي

په افغانستان کې د ښځو لپاره کال ۲۰۲۵ د ستونزو ډک کال وو، د ملګرو ملتونو په اړوند دفترو کې هم ښځینه کارکوونکې له دندو ګوښه شوې دي

کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د افغان طالبانو واک راتلو سره په دې هیواد کې د ښځینه وګړو حقونو ترپښو لاندې شوي دي

په دې هیواد کې د ښځو په لوړو زده کړو بندیز دې او ښځینه له دفترو څخه هم لیرې کړې شوي دي چې له امله ی په دې هیواد کې ښځینه وګړې د سختو مالي ستونز او اندیښنو سره مخ دي
د آمو ټلویزیون په یوه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د زده کړو او کار په برخه کې د ښځو پر ګډون بندیزونه لا هم پر ځای دي، او په پلازمینه  کابل او څو نورو ښارونو کې ښځې ښځینه وګړي په ډریس کوډ، یعني په پرده کولو او برقع اغوستلو مجبوره شوې دي

د آمو ټلویزیون د راپور له مخې، له افغان پوهنتونونو څخه د ښځینه ښوونکو  او کارکوونکو ګوښه کول هم دوام لري

د راپو له مخه  یوازې له هرات پوهنتون څخه ۸۱ ښځې له کاره لرې شوې دي. راپور زیاتوي چې افغان  طالبانو ښځې له دې هم منع کړې چې د ملګرو ملتونو په ادارو کې کار وکړي

دلته مهمه ده چې د یوې افغان رسنۍ هم ذکر وشي ، په همدې موضوع کې د افغان مجلې هشتِ صبح په خپل راپور کې لیکلي چې ۲۰۲۵ کال د افغان ښځو لپاره تر ټولو سخت او بد کال وو

 د راپور له مخې، ګڼ شمېر افغانانې  ښځې وايي چې د بندیزونو  له امله ادارې هم  ښځو ته له کار ورکولو څخه ډډه کوي

نورخبرونه: ملګری ملتونه وایی په افغانستان کی د بشری حقونو کړکیچ زیات شوی

Related Articles

د طالبانو بیانونه د داخلي ناکامیو نه د پام اړولو هڅه ده، د پاکستان ضد دریځ د سیمې سولې ته زیان رسوي

April 23, 2026

جعلي پلېټفارم دروغ خبر خپور کړی، د ولسمشر د ناروغۍ او د پوځ د فشار دعوه شوې

April 23, 2026

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *