تازه خبرونه

افغان طالبانو حکومت: د افغان کډوالو کمیسون  وایي په یوه ورځ کی 600 نه زیاتی کورنۍ افغانستان ته راستنې شوي

افغان طالبان حکومت لوري جوړ شوي د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي چې یوازې په یوه ورځ کې له بېلابېلو لارو ۵۸۱ کورنۍ ثبت، ۶۶۰ کورنۍ لېږد، او له ۵۷۲ کورنیو سره مالي مرسته شوې ده
افغان طالبان وایی چې راستانه شوي افغان مهاجرین په سرحدي سیمو کې کې د ثبت، لېږد او مرستو د ترلاسه کولو لپاره مرکزونو او کمپونه جوړ شوي دي

افغان طالب چارواکي وایی چې له اسلام کله لوري راستانه شوو افغان کورنیو سره ټولټال ۱۰۸۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده

کابل :  د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د شنبې ورځې لپاره خپل تازه ورځنی راپور خپور کړی، چې له مخې یې د هېواد د اسلام کلا، ورېښمو لار، سپین بولدک، تورخم او بهرامچې له لارې په سلګونو افغان مهاجرین  بېرته راستنه شوی او اړین خدمات ورته برابر شوي دي

د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ (۵۷ حتنه) هېواد ته راستانه شوې او ثبت شوې دي.دغو کورنیو سره ټولټال ۱۰۸۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.د ورېښمو له لارې ۵۴ کورنۍ (۲۳۴ تنه) بېرته داخلې شوې او ثبت شوې؛ سربېره پردې ۸۲۳ تنه مسافرین هم هېواد ته راغلي دي.د ۶ کورنیو سره ۵۴۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده

۵۲۹ تنه تداوي شوي مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، لنډمهاله مېشتېدنې، ښوونې، زغم، اسلامي نظام او نورو اړوندو برخو په اړه پوهاوی ورکړل شوی.

د سپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ (۲۱۸۳ تنه) راستانه شوې دي.

۱۸۰ کورنۍ (۹۰۰ تنه) کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته لېږدول شوې او ورته ۱۷۲۱۰۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. له ۳۸۷ کورنیو سره ۳۲۸۰۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې. ۳۸۳ سیم کارډونه د انټرنېټ او وړیا سهولتونه ورکړل شوي

د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ (۵۵۱ تنه) راستانه او بایمیټریک شوې دي.

۱۴۱ کورنۍ (۶۸۳ تنه) ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ته لېږدول شوې او ورته ۶۹۸۹۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې.

له ۱۵۱ کورنیو سره ۱۱۹۸۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.۱۲۲ سیم کارډونه، د انټرنېټ او وړیا سهولتونه ورکړل شو

د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ (۱۰۹ تنه) راستانه او ثبت شوې دي.

۱۰ کورنۍ (۴۸ تنه) لښکرګاه او ګرمسیر ته لېږدول شوې او ورته ۱۵۶۴۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده ، له ۱۴ کورنیو سره ۸۳ افغانۍ (!) مرسته ثبت شوې ده.

له کابل څخه ۳۲۹ کورنۍ (۱۵۸۷ تنه) هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او ورته ۱۵۴۴۶۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.

 کميسون وایي ۵۸۱ کورنۍ ثبت شوې چی پکی ۳۱۳۴ تنه شامل دی

لېږدول شوي مهاجرین ۶۶۰ کورنۍ  دی چې  پکې ۳۲۱۸ غړی شامل دی

Related Articles

د پاکستان د اقتصادي اعتبار پر نړیوال باور: په اسلام‌اباد کې د لومړي پاک-اروپایي بزنس فورم چمتووالی بشپړ شوی دی

April 23, 2026

د لاهور پوهنتون په راپور کې د افغان طالبانو د پروپاګند شبکې “المرصاد” افشا شوې او دا یې د پاکستان د امنیت او نړیوال اعتبار پر ضد یو منظم د ناسم معلوماتو وسیله بللې

April 23, 2026

فنانشل ټایمز راپور ورکړی چې د فیلډ مارشل عاصم منیر غیر معمولي ډیپلوماټیک مهارتونه د امریکا او ایران د خبرو اترو په دوام کې مهم رول لوبوي

April 23, 2026

هره خپلواکه نړۍواله دولت حق لري چې په خپله خاوره کې د غیرقانوني مېشتو بهرنیو وګړو د بېرته لېږلو پرېکړه وکړي. امریکا، برېتانیا، جرمني او نور اروپایي هېوادونه هم په دوامداره توګه بې اسنادو کډوال بېرته ستنوي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *