تازه خبرونه

  افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: د پاکستان دفتر خارجه

پاکستان دفتر خارجه په اوونیز بریفنګ کې ویلي د افغانستان سره د سرحدونو تړلو اصلي لامل د افغان طالب چارواکو لوري د فتنه الهندوستان ملاتړ دې
د پاکستان امنیتي چارواکي بیا بیا وایی او غوښتنه کوي چې له افغان خاروې باید په پاکستان بریدونه بند شي

پاکستان یو ځل بیا تکرار کړې دې چې افغان طالبان باید ترهګرو له اجازه ور نه کړي چې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه وکړي

اسلام‌اباد :  د پاکستان  بهرنیو چارو وزارت د وړاندې په څیر دا خبره او ستونزه بیا تکرار کړې او  وايي چې د افغانستان خاوره د فتنــه‌الخــوارج او فتنــه‌الهــندوستان له لوري د ترهګرو فعالیتونو لپاره کارول کېږي، او د افغان مشر هغه څرګندونې چې ګواکې ۴۰۰۰ ځانمرګي بریدګر به پاکستان ته ولېږي، د پاکستان د دریځ د صداقت او حقیقت څرګندونه ده

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل چې د افغان طالبانو د حکومت لخوا د فتنــه‌الخوارج او فتنــه‌الهــندوستان ملاتړ هغه اصلي وجه ده چې پاکستان د سرحد د بندولو پرېکړه وکړه

ویاند څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زموږ د وګړو د وژلو جواز نه شي کېدای. موږ د تجارت پر ځای د انسانانو د ژوند د خوندیتوب پر ارزښت باور لرو، وزارت ویاند زیاته کړه چې افغان خاوره په دوامداره توګه د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي او د افغان مشر له خولې د ۴۰۰۰ ځانمرګو بریدګرو ګواښ د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې لا پسې ثابتوي

ویاند همدارنګه وویل چې هند په اشغال شوي کشمیر کې په دوامداره توګه د نفوس ترکیب بدلولو هڅې کوي.پاکستان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې دې په کشمیر کې د انساني حقونو د سرغړونو په اړه جدي اقدام وکړي او د ظلم د پای ته رسولو لپاره د په هند  فشار راوړي.

پاکستان افغانستان کې د رژیم بدلول یو بې اساسه او درواغو خبر بللې

وړمه ورځ پاکستان سفارتي دا خبره په کلکه رد کړې وه چې ګواکي پاکستان غواړي په افغانستان حکومت بدل کړي، سفارتي سرچینو ویلي وو چې پاکستان یوازې غوښتنه ده چې افغان خاوره دې د پاکستان پر ضد و نه کارول شي

نورخبرونه: پاکستان افغانستان کې د رژیم بدلولو خبرونه په کلکه رد کړي دي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *