تازه خبرونه

افغان خارجه وزير مولوي اميرخان متقي د پاکستان د دورې امکان

د پاکستان او افغانستان په اړيکو کښې مهم پرمختګ راغلې دے، ذرائع
سفارتی ذریعو ترمخه د پاکستاني هم منصب اسحاق ډار په خصوصي بلنه افغان وزير خارجه مولوي امير خان متقي به ډير زر د پاکستان درې ورځنې دوره کوي ۔ د دې دورې مقصد د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې پراخه کول دي، ذرائع وائي چې د اميرخان متقي د پاکستان دوره د دواړو ملکونو ترمينځ د رابطو او ملاقاتونو د سلسلې برخه ده، دې نه مخکښې د اپريل په مياشت کښې د پاکستان خارجه وزير اسحاق ډار د افغانستان دوره کړې وه او د افغانستان د چارواکو سره ئې اهم ملاقاتونه کړې وو د پاکستاني خارجه وزير د کابل سفر په مهال دواړو ملکونو واکمنو په دې اتفاق کړې وو چې دوه اړخيزه تعلقات نور هم مضبوطول او د سيمې امن او استحکام لپاره د وزيرانو په سطح د رابطو سلسله به جاري ساتلي شي ۔ افغان خارجه وزير د پاکستان ممکنه دورې په مهال به د دواړو ملکونو ترمينځ پولو د سيکيورټۍ،د افغان کډوالو خپل هيواد ته واپسۍ ،پاک ۔ افغان ټرانزټ ټريډ او په نورو مهمو معاملو به خبرې کيږي ۔ مولوي اميرخان

مولوي اميرخان

سفارتی ذریعو ترمخه د پاکستاني هم منصب اسحاق ډار په خصوصي بلنه افغان وزير خارجه مولوي امير خان متقي به ډير زر د پاکستان درې ورځنې دوره کوي ۔ د دې دورې مقصد د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې پراخه کول دي،
ذرائع وائي چې د اميرخان متقي د پاکستان دوره د دواړو ملکونو ترمينځ د رابطو او ملاقاتونو د سلسلې برخه ده، دې نه مخکښې د اپريل په مياشت کښې د پاکستان خارجه وزير اسحاق ډار د افغانستان دوره کړې وه او د افغانستان د چارواکو سره ئې اهم ملاقاتونه کړې وو
د پاکستاني خارجه وزير د کابل سفر په مهال دواړو ملکونو واکمنو په دې اتفاق کړې وو چې دوه اړخيزه تعلقات نور هم مضبوطول او د سيمې امن او استحکام لپاره د وزيرانو په سطح د رابطو سلسله به جاري ساتلي شي ۔
افغان خارجه وزير د پاکستان ممکنه دورې په مهال به د دواړو ملکونو ترمينځ پولو د سيکيورټۍ،د افغان کډوالو خپل هيواد ته واپسۍ ،پاک ۔ افغان ټرانزټ ټريډ او په نورو مهمو معاملو به خبرې کيږي ۔
دې نه آګاهو مولوي امير خان متقي په پنځم مئي کال دوه زره دريويشتم کښې د خارجه وزير په حيث د پاکستان څلور ورځنې دوره کړې وه ۔

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *