تازه خبرونه

یو مشر چې منځنی ختیځ ، جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا سره رانزدې کوي

په داسې وخت کښې چې نن سبا د قیادت خلا رامنځته شوې، یو داسې شخصیت مخې ته راغلې دې چې د خیبر پښتونخوا مثبت تصویر ی د نړۍ مخې ته ور ښکاره کړې دې
یو مشر چې منځنی ختیځ ، جنوبي آسیا او منځنۍ آسیا سره رانزدې کوي

د خیبر چیمبر آف کامرس اینڈ انډسټرۍ سرپرست اعلی سید جواد حسین کاظمي هغه شخصیت دی چې عملي هڅې ی پیل کړي دي چې دا سیمه په اقتصادي او سیاسي توګه یو نوي چینل ته بدله کړي

د ایران او اسراییل ترمنځ وروستي تاوتریخوالي او جنګ ددې سیمې په ډیرو هیوادونو کښې د بهرنۍ تګلارې بدلون لپاره لار هواره کړه.په دې سیمه کښې وس هیوادونو نوې تجارتي پالیسیو او بین المللي اړیکو ته ځانګړې پام کوي او خپلې ځانګړتیاوې ی بدلې کړي دي

د دې بدلون له امله، ګڼو هیوادونو خپل متبادل لوري ټاکلي او د اړیکو نوې لارې یې پرانېستې. په همدې لړ کښې د ایران او پاکستان ترمنځ اوږدمهاله سړه فضا ناڅاپه تودو اړیکو ته بدله شوې ده

له بنګله‌دېش څخه تر افغانستان، پاکستان او د منځنۍ آسیا هیوادونو ترمنځ سیاسي، سوداګریز او ټولنیز تعامل ته نوی مثبت رُخ ورکړل شو

د خیبر پښتونخوا صوبه هغه جغرافیایی او ستراتیژیک پوزیشن لري چې د جنوبي آسیا لپاره د منځنۍ آسیا، ترکیې او یورپ ته د تګ اسانه دهلېز او یوه لویه دروازه بلل کیږي

دا سیمه نه یوازې یو ستراتیژیک دروازه ده، بلکې د طبیعي زیرمو، قیمتي ډبرو، اوبو، ځنګلونو او د سیلګرۍ ځایونو څخه هم ډکه ده. په دې صوبه کښې افرادي قوت هم بې مثاله او پیاوړی دی، چې ټول د یو باثباته اقتصاد لپاره بنسټیز عناصر دي

خو د تېر نیمې پېړۍ جګړه‌یزو حالاتو د دې سیمې ښایسته بڼه تر ډېره پټه ساتلې ده او ډیره بده ی اغیزمنه کړې ده

په داسې وخت کښې چې نن سبا د قیادت خلا رامنځته شوې، یو داسې شخصیت مخې ته راغلې دې چې د خیبر پښتونخوا مثبت تصویر ی د نړۍ مخې ته ور ښکاره کړې دې

دا شخصیت د خیبر چیمبر آف کامرس اینڈ انډسټرۍ سرپرست اعلی سید جواد حسین کاظمي دی چې عملي هڅې ی پیل کړي دي چې دا سیمه په اقتصادي او سیاسي توګه یو نوي چینل ته بدله کړي

کاظمي نه یوازې د سوداګرۍ په ډګر کې هڅې کړي، بلکې د ملي او سیمه ییزو کړکېچونو په هواري کښې هم فعاله ونډه اخیستې ده. د یو مثال په توګه، د مارچ په میاشت کښې چې کله چې د تورخم تجارتي دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړې له امله وتړل شوه، هېواد ته د ورځنۍ په اربونو روپیو تاوان ورسېد. په داسې حالاتو کښې دې مشر د خیبر چیمبر له لارې د افغان چیمبر سره مستقیم تماس ونیوه، د قبایلي مشرانو جرګه یې راوبلله، او له یوې اوونۍ مشورتي بهیر وروسته، د اوربند هوکړه وشوه، افغان خوا خپله پوځي فعالیتونه ودرول او تجارتي تګ راتګ بېرته پرانېستل شو چې دا کار ددې سیمو او د دواړو هیوادونو په ډیره زیاته ګټه تمام شو

وروسته له دې کامیابو هڅو د خیبر چیمبر دې مشر سره د یو تجارتي پلاوي ایران ته سفر وکړ، چیرې چې دوی ته له ایران لوري سرکاري پروټوکول ورکړل شو. هلته د ایران لوړپوړو چارواکو سره د کتنو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ یخې اړیکې تودې شوې، هوايي سفرونه بېرته بحال شول او دوه اړخیزې سوداګرۍ ته نوی ژوند ورکړل شو۔

د روان کال د جولای ۲۹مه نیټه بله تاریخي ورځ وه، کله چې کاظمي د خیبر پښتونخوا د ټولو چیمبرونو مشران پیښور کښې ګورنر هاوس ته راوبلل. دا لومړی ځل وو چې د صوبې د صنعت، سوداګرۍ او کاروبار مشران د یوې بامقصدې غونډې لپاره تر یو چتر لاندې راغونډ شول. په دې ناسته کښې نه یوازې د ایران، افغانستان او منځنۍ آسیا سفیرانو ګډون درلود، بلکې د راتلونکې سیمه ییزې سوداګریزې تګلارې په اړه مشورې هم وشوې. ګډونوالو پرېکړه وکړه چې باید د سیمې هیوادونه د یو ګډ بلاک په شکل سوداګریزې لارې پرانیزي، ترڅو نه یوازې متقابل تجارت پراخ شي، بلکې د یو بل د ګټو ساتنه هم وشي

په غونډه کې دا غوښتنه هم وشوه چې باید د سیمه ییزو چیمبرونو یوه اتحادیه جوړه شي، څو د متقابل تجارت، پانګونې او پرمختګ لپاره په ګډه کار وشي، ددې غوښتنې د غونډې ګډون والو تاید وکړو

په دې غونډه کښې پاکستان، ایران، چین ، منځنۍ آسیا سره سره د ترکۍ په اړه هم داسې هدفونه وټاکل شول چې باید دا هیوادونو له فعاله سوداګریزو فعالیتونو له لارې یو بل سره وتړل او رانزدې کړې شي

یاد هدفونو دې لپاره وټاکل شو چې ددې هیوادونو یو نوې بلاک جوړ شي چې دوی نه یواځې یوبل سره تجارت وکړي بلکه د هر هیواد د ګټو حفاظت هم وکړې شي او د نړۍ د طاقتولو هیوادونو له اقتصادي غلامۍ څخه هم آزاد شي

په دې غونډه کښې ګډون وال او سوداګر په دې اتفاق وکړو چې به دې سیمې کښې جنګي ماحول جوړولو، ناامني راوستلو په خای باید چې په دې سیمه کښې تجارتي راهدارۍ بحالې او آبادې کړې شي

تر دې ټولو وروسته، خیبر چیمبر آف کامرس دا پلان لري چې ډېر زر په پېښور کښې د افغانستان او ایران سره یو ګډ سوداګریز لوی نندارتون جوړ کړي. دا ایکسپو او نندارتون به نه یوازې د درې واړو هیوادونو د سوداګرو ترمنځ واټن راکم کړي، بلکې د ولسونو ترمنځ به هم اعتماد او اړیکې پیاوړې کړي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *