تازه خبرونه

یو بل هندي وګړې د نړيوال کرکټ شورای مشر ټاکل شوې

د هندي وګړي سنجوګ وړاندې په دې څوکې یو د اسټریلیا وګړي کار کولو
یو بل هندي وګړې د نړيوال کرکټ شورای مشر ټاکل شوې

د خپور شوي راپور ترمخه ددې څوکۍ لپاره د ټاکنې پروسه د مارچ په میاشت کې پیل شوې وه

د هند یو بل وګړې د کرکټ په نړیواله اداره (آیی سي سي ) کې په یوه مهمه څوکۍ ګمارل شوې دې

د آ یی سي سي لوري په یو خپره شوې خبر پانړه کې ویل شوي چې د جې شاه وروسته په آیی سي سي کې په یوه مهمه څوکۍ یو بل هندي وګړې سنجوګ ګپتا ټاکل شوې دې

له خپور شوي راپور مطابق سنجوګ د آی سي سي د چیف ایګزیکټیو په څوکۍ ګمارل شوې او د خبرپانړې ترمخه نن به هغه په دې څوکۍ رسمي کار پیل کړي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د آیی سي سي دې څوکۍ لپاره د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو څخه ۲۵۰۰ دوه نیم زره زیات غوښتنلیکونه جمع شوي وو خو د ریکروټمنټ پروسي ورسته د هند سنجوګ ګپتا ټاکنه وشوه

د خپور شوي راپور ترمخه ددې څوکۍ لپاره د ټاکنې پروسه د مارچ په میاشت کې پیل شوې وه

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې د سنجوګ نه وړاندې یو اسټریلیایی وګړې جیوف په دې څوکۍ د آیی سي سي د مشر په توګه دنده ترسره کوله

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *