تازه خبرونه

ګورنر خیبرپښتونخوا دې له نوي ټاکل شوي وزیراعلی څخه سوګند واخلي: پیښور هایی کورټ

د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ته په خندا خندا ویلي دي چې له کراچۍ څخه پیښور ته لاړ شی او د عدالت د امر وروسته خپله ذمه واري ترسره کړي
د خیبر پښتونخوا د نوي وزیراعلی په اړه لانجه راپورته شوې وه چې ترواسه پورې ګورنر د پخواني وزیراعلی ګنډاپور استعفا نه ده منلې

پیښور هایی کورټ د خیبرپښتونخوا وزیراعلی په اړه نن پریکړه خوندي کړې وه بیا و وروسته واوروله او امر ی وکړو چې ګورنر دې له نوي وزیراعلی سوګند واخلي

د پېښور های کورټ مشر قاضي ایس‌اېم عتیق شاه د خيبر پښتونخوا د نوي منتخب وزیراعلیٰ سهیل آفریدی د حلف په اړه خوندي شوی پرېکړه اعلان کړې ده او امری ی کړې دې چې د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي دې له نوي ټاکل شوي وزیراعلی خیبرپښتونخوا څخه سوګند واخلي.

 “د پیښور هایی کورټ مشر قاضي د پریکړې اعلانولو پر مهال امر وکړو چې د  خيبر پښتونخوا ګورنر به  سبا د چهارشنبې په ورځ د ماسپښين څلور بجې له نوي منتخب وزیراعلیٰ سهیل آفریدی څخه حلف اخلي ، وې ویل که ګورنر له حلف اخستو ډډه وکړي نو بیا به د اسمبلۍ سپیکر له نوي وزیراعلی څخه سوګند واخلي.

 دلته باید یادونه وشی چې تردې وړاندې نن عدالت د سوګند په اړه داخل شوي درخواست په اړه اوریدنه وکړه او پریکړه ی خوندي کړې وه.

په رسنو یوه ویډیو هم خپره شوې ده ، په ویډیو کې د پاکستان پیپلزپارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري وینا کوي او د وینا پر مهال هغه  وایی چې د سندهه وزیراعلی باید الوتکه ګورنر خیبرپښتونخوا ته ورکړي چې هغه پیښور ته ورسوي، بلاول ورته  وایی چې د خیبرپښتونخوا ګورنر باید د اساسي قانون او عدالت پریکړه اومني او پیښور ته لاړ شي.

نورخبرونه

د پاکستان تحریک انصاف  نوي وزیراعلی لومړې وینا ددې ګوند د دوه مخې پالیسۍ ښکارندوی ده

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *