تازه خبرونه

که هند د جنګ بندۍ خلاف ورزی وکړه نو سخت جواب به ورکوؤ،فيلډ مارشل عاصم منير

د بے ګناه پاکستانيانو د شهادت بدل مو په په ښه شان اخستی دے،چيف آف آرمی سټاف
پاکستان د خپل دفاع نه غافله نه دے

فيلډ مارشل عاصم منير د اختر ورځ په لائن آف کنټرول پوځيانو سره تيره کړېده

فيلډ مارشل عاصم منير د لويي اختر وړومبې ورځ په لائن آف کنټرول د ملک تحفظ کونکي پوځيانو سره تيره کړيده. آئی ایس پی آر بيان ترمخه جنرل عاصم منير د اختر مونځ په کنټرول لائن ادا کړيدے.

په دې موقع د ملک د سلامتيا،څوکالۍ او دفاع لپاره د ځانونو قرباني ورکونکي شهیدانو لپاره خصوصي دعاګانې شويدی. چيف آف آرمی سټاف پوځی افسرانو او ځوانانو له د اختر مبارکی ورکړيده او د ملک د تحفظ لپاره د دوی د خدماتو ستائنه کړيده.او وئيلی ئې دی د پوځ اهلکار اختر د خپلو خاندانونو نه لری په فرنټ لائن نمانځی چې مقصد ئې د پولو تحفظ هر حال کښې يقينی کول دی.ټول قام پاک پوځ ته سلام پيش کوی.

د پاک پوځ ځوانانو ته وينا په وخت فيلډ مارشل عاصم منير ووئیل چې د هند لخوا د په کنټرول لائن د جنګ بندۍ د څه قسم خلاف ورزۍ به سخت جواب ورکوؤ مونږ د خپل ملک او د پولو دفاع نه غافله نه يو که هند بيا هم جارحيت وکړو نو د سخت ردعمل سره به مخ شی.جنرل عاصم منير معرکه حق آپريش دوران د پوځ د مقالي کارکردګۍ ستائينه وکړه او وئې وئيل چې د اولس او ملک دفاع لپاره د شهيدانو او غازيانو قربانې به چرې هم هيرې نه کړو.

فيلډ مارشل عاصم منير زياته کړيده چې پوځ د هند د جارحيت دوران د ماشومانو،زنانو او بے ګناه پاکستانيانو د وينے بدل په ښه شان سره واخستو.آئی ايس پی آر بيان ترمخه چيف آف آرمی سټاف د پوځ په جنګی تيارو د اطمینان اظهار کړيدے او د دښمن د هر قسم خطرو ډ مخنيوي لپاره ئې د چمتو اوسيدو هدایت کړيدے.

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *