تازه خبرونه

ډېره اسماعېل کښې دوه پولېس په ډزو اووژل شو

په ډېره اساعېل خان او نزدې سېمو کښې د ترهګرۍ پيښو ځاېې اولس د سختو اندېښنو سره مخ کړې دې
ډېره اسماعېل کښې دوه پولېس په ډزو اووژل شو

د ډیره اسماعیل خان او ټانک په لویه لار امنیتي وضع ډیره خراب ده او په دې لار د ترهګرۍ يو شمیر پیښې مخې ته راغلي دي. ځایی سرچینې

ډېره اسماعیل خان:د ډیره اسماعیل خان په کلاچي تحصیل شیخي ګیټ سیمه کښې په ډزو دوه پولیس اهلکاران شهید کړې شول

د سرچینو معلوماتو له مخې، په کلاچي ښار کې دوه پولیس اهلکار (ایکس سروس مین) شهزاد او غلام محمد په موټر سايکل سپاره روان وو چې په همدې وخت کې نامعلومه وسله والو پرې ډزې کولو پیل کړل. د ډزو له امله دواړه اهلکارپه ځای شهیدان شو

سرچینې وایی چې د دې پېښې نه وړاندې د یو پولیس اهلکار روغتیايي حالت خراب شوی وو او بل اهلکار دا رنځور اهلکار په موټر سايکل روغتون ته د رسولو هڅه کوله. سرچینې زیاتوي چې کله هغوی د شیخي ګیټ سیمې ته ورسېدل نو وسله والو پرې برید وکړ

د پېښې وروسته په سیمه کښې اندیښنې او ډار خپور شوې او پولیسو د پېښې په ځای چاپه وهلې او پلټنې یې پیل کړې دي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې د ډیره اسماعیل خان او ټانک په لویه لار امنیتي وضع ډیره خراب ده او په دې لار د ترهګرۍ يو شمیر پیښې مخې ته راغلي دي

د سرچینو ترمخه په دې لویه لار سرکاري او غیر سرکاري اهلکار تښتول او په هدفي پیښو کې وژل زیات شوي دي چې ځای اولس ی له سختو ادیښنو سره مخ کړې دې

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *