وړمه ورځ د ډیره اسماعیل خان رته کلاچي سره نزدې  پولیس اهلکارو په روزنیز مرکز باندې ترهګرو ځانمرګي برید وکړو چې په پایله ی کې ی ۶ شپږ پولیس اهلکار شهیدان شول. د پولیسو لوري خپور راپور ترمخه په دې برید کې ټول ۱۳ پولیس اهلکار ټپیان شوي دي

د راپور ترمخه یوبل اهلکار چې سخت ټپي شوې وو ،د سختو زخمونو له امله نن شهید شو او د  شهید شوو پولیسو شمیره اووه شوه.

د راپور ترمخه په دې برید کې فتنه الهندوستان ۶ ترهکر چې ځانمرګي برید ګرو هم پکې شامل دې ، په ځوابي کاروایی کې له منځه وړل شوي دي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې وړمه ورځ په وادي تیراه کې هم د ترهګرو په برید کې ۱۱ پوځي سرتیري شهیدان شوي دي.

نورخبرونه

بلوچستان کې ترهګریز برید: د پاکستان پوځ پینځه ځوانان شهیدان شوي

چارسده کې ترهګریز برید، د ایس ایچ او ساتونکې شهید شوې

د پاکستان آزادۍ په شپه یو شمیر سیمو کښې ترهګریز بریدونه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *