تازه خبرونه

پي او آر کارډ لرونکې به هم افغانستان ته واپس ولیږل شي

د فارنرز اېکټ د څلورلسمې مادې (سیکشن ۱۴) له مخې، له افغانستانه راغلو هغو کډوال چې په ناقانونه ډول په پاکستان کې اوسېدل، د ایستلو لړۍ پیل شوې ده
پي او آر کارډ لرونکې به هم افغانستان ته واپس ولیږل شي

پاکستان کښې پی او ار کارټ لرونکي ۱.۴ ملیونه او د افغان سیټیزن کارت لرونکي څه اته لکه ۸۰۰۰۰۰ افغان مهاجرین ژوند کوي

پاکستان کښې د افغان مهاجرینو اضافي موده هم پای ته ورسېده، د افغان کډوالو واپس افغانستان ته واپس لیږل پیل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري خپور شوي سرکاري خبرتیا ترمخه هغه افغان مهاجرین چې د “پی او آر” کارت لرونکي، ددې افغان مهاجرینو په پاکستان کښې د اوسیدو موده د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلې وه، او د جولای تر ۳۱مې ورکړل شوې ډیډ لاین وروسته، پرون د دوی د ایستلو رسمي عمل پیل شوی دی.

د فارنرز اېکټ د څلورلسمې مادې (سیکشن ۱۴) له مخې، له افغانستانه راغلو هغو کډوال چې په ناقانونه ډول په پاکستان کې اوسېدل، د ایستلو لړۍ پیل شوې ده، وروسته له هغې چې د افغانستان ته واپس لیږلو لپاره ورکړل شوې اضافي موده هم پای ته ورسېده.

.

په خبرتیا کې دا هم ویل شوي چې د زندانونو اداره او نور اړوند ادارې به د ناقانونه مېشتو افغانانو د ایستلو په بهیر کې اړوند حکومتي ادارو سره مرسته کوي. همداراز، هغه افغانان چې د فارنرز اېکټ د ۱۴مې مادې له مخې یا خو محکمې ته وړاندې شوي، یا مجرم ګرځول شوي دي، هغوی به هم له هېواده واپس افغانستان ته ولیږل شي.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د راروان ګل په ورځ ټاکل شوې چې د افغانستان عبوري حکومت وزیر خارجه امیرخان متقي اسلام آباد ته سفر وکړي.

متقي به وزیراعظم شهباز شریف او د هیواد نورو لوړ پوړه سیاسي او فوځي چارواکو سره مهمې لیدنې وکړي او په بیله بیلو موضوعګانو به ورسره خبرې وکړي.

دلته باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې چې حکومت هغه افغان مهاجرینو په اړه چې پي او ار کارت لري یو مثبت خبر مخې ته راغلې وو او افغان مهاجرینو دا خبر ډیر په ښو ټکو کښې ستاینه کړې وه.

افغان حکومت هغه مثبت خبر وروسته غوښتنه کړې وه چې پاکستان حکومت باید د افغان مهاجرینو موده په پاکستان وغځوي، یو افغان مهاجر ویلي وو چې افغان وګړي په پاکستان کښې کاروبار لري او دوی په دومره لنډ وخت کښې نه شي کولې چې خپل کار روزګار پریږدي او افغانستان ته لاړ شي.

د مهاجرینو نړیوالې ادارې د معلوماتو ترمخه پاکستان کښې پی او ار کارټ لرونکي ۱.۴ ملیونه او د افغان سیټیزن کارت لرونکي څه اته لکه ۸۰۰۰۰۰ افغان مهاجرین ژوند کوي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *