تازه خبرونه

په نن ورځ ۳۱م اګست وروستۍ امریکایی له افغانستانه اووت

کله چې امریکایی ځواکونه له افغانستانه اووتل نو په ډیر کم وخت کې د افغانستان اسلامي امارت جنګیالانو ټول افغانستان په ولکه کې واخستو
په نن ورځ ۳۱م اګست وروستۍ امریکایی له افغانستانه اووت

ورستۍ امریکایی پوځي په بشپړه جنګي یونیفورم کې له افغانستانه امریکا ته روانیږي او په لاس کې ی نوې امریکایی ټوپک هم نیولې دې

د افغانستان په تاریخ کې نن یوه لویه د اهمیت او ویاړ ورځ ده، په دې ورځ له افغانستان د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ۲۰کلنه جګړه پای ته ورسیدله او نن په ۳۱م اګست آخري امریکایی سرتیرې له افغانستان واپس امریکا ته ستون شو

د ناین الیون بریدونو وروسته امریکا په افغانستان کې اوږده جګړه پیل کړه. دا جګړه شل کاله روانه وه. واشنګټن خپل ټول ځواک، ټکنالوژي او تکتیکونه وازمویل، خو د افغان جنګیالیو پر وړاندې یې د بریا لار ونه موندله. بالاخره د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه طالبان بریالي ودرېدل او امریکا د ناکامۍ له تلخې نتیجې سره مخامخ شوه او له افغانستان ی خپل سرتیرې واپس ویستل پیل کړل
وروستۍ امریکایی بوځي چې له افغانستان لاړو
د جګړې پای ته رسېدو څو ورځې وروسته، د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۱مه، د امریکا وروستی پوځی له کابل نه ووت. هغه میجر جنرال کرس ډوناهو و، چې د ۸۲ ایئربورن ډویژن قوماندان و. نوموړی د کابل له حامد کرزي هوايي ډګر څخه د امریکا په وروستي پوځي الوتکه کې سپور شو.
د سی–۱۷ الوتکې له کړکۍ څخه د نایټ وژن کیمرې په واسطه اخیستل شوې شین او تور رنګه انځور کې ډوناهو په بیړه د الوتکې پر لور روان ښکاري. پینټاګون دغه انځور خپور کړ او په حقیقت کې یې د ۲۰ کلنې جګړې د پای اعلان وکړو

نړیوالو دفاعي شنونکو دغه انځور تاریخي وباله او هغه یې د ۱۹۸۹ کال له انځور سره پرتله کړ، کله چې د شوروي پوځ وروستی جنرال له افغانستانه ووت.

دلته دا مهمه ده او باید یادونه وشی جې دا دواړه انځورونه نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې افغانستان د “امپراتوریو هدیره” ده او دې هیواد ته چې کوم هیواد هم د جنګ په نیت راننوتلې دې ، نو له دې هیواد کې ماتې سره مخ شوې دې

د امریکا وتنه د برتانوي ځواکونو له ۱۸۴۲م کال د ماتې سره هم پرتله کېږي، کله چې د انګلو-افغاني جګړې پر مهال یوازې یو ژوبل ډاکټر، ولیم برایډن، ژوندي پاتې شو او د کابل له غره ښکته راغی. د هغه حالت د انځورګرې الزبت تامسن په مشهوره پینټنګ

The Remnants of an Army کې ثبت شوی دی

که څه هم امریکا د خپلو متحدینو په مرسته له افغانستانه د ۱۲۳ زره کسانو په ایستلو کې بریالۍ شوه، خو د جګړې پایله یې ناکامي وه. وروستی الوتکه د شپې په تیارو کې پورته شوه او د امریکا د اوږدې جګړې ټوله بیه یې څرګنده کړه

جنرال ډوناهو چې د رائفل، هلمیټ او نایټ وژن عینکو سره په بشپړه جنګي یونیفورم کې وو ، په چټک قدم پرمخ تلو. د هغه په څېره کې خاموشي او پټه ویره ښکاره وه – لکه داسې چې پوهېده د نړۍ ستر ځواک هم افغانستان کې ماتې وخوړه.

دلته باید یادونه وشی چې د افغانستان او امریکا په تاریخ کې دا ورځ او د اګست میاشت ډیره د اهمیت وړ میاشت ده، په دې میاشت کې چې کله امریکایی او نیټو ځواکونه له افغانستانه وتل پیل شوې وو ، د کابل هوایی ډګر په دروازه یو ځانمرګي برید وکړو، په دې برید کې ۱۳ امریکایی پوځیان هم وژل شوي وو

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *