تازه خبرونه

په تورخم ځمکه د خوګا خیل قوم حق دې: د خوګاخیلو مشرانو خبري کانفرنس

مونږ د این ایل سي لخوا د لوډ ګاړو، ان لوډ ګاړو، کینټین، کيفیټیریا او نورو ټینډرونو د لغوه کولو لپاره د اګست تر ۳مې نېټې پورې الټی میټم ورکوو: خوګا خیل مشران
په تورخم ځمکه د خوګا خیل قوم حق دې: د خوګاخیلو مشرانو خبري کانفرنس

شاہ خالد شینواري اوویل چې این ایل سي سره چې د درې سوه کناله ځمکې تړون شوی و، باید د هغې ۲۰۱ کناله ځمکه باندې هم د هغه وخت مطابق قیمتونه او مراعات ورکړل شي

په پاک افغان پوله تورخم کښې د این ایل سي له لوري د ډکو ګاړو، تشو ګاړ، کینټین او کیفي ټیریا په اړه جاري شوي ټینډرې دې سمدستي واپس کړې شي، د تورخم ځمکه د خوګا خیل قام ملکیت دې، هیڅوک هم دې ته نه پریږدو چې د خوګا خیل قوم حق اوخوري

د خوګا خیل قوم مشرانو او د تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري په مشرۍ کښې په ډسټرکټ پریس کلب لنډی کوتل رجسټرډ کښې یو خبري غونډې ته وویل چې مونږ د این ایل سي لخوا د لوډ ګاړو، ان لوډ ګاړو، کینټین، کيفیټیریا او نورو ټینډرونو د لغوه کولو لپاره د اګست تر ۳مې نېټې پورې الټی میټم ورکوو. که زمونږ غوښتنې پوره نه شوې، نو مونږ به مجبور شو چې یو نه ختمیدونکې احتجاج پیل کړو

دوی وویل نن مو د خوګا خیل قوم په استازیتوب په تورخم ټرمینل کښې کار بند کړ، ترڅو این ایل سي چارواکو ته دا واضحه کړو چې مونږ به د خپلې خاورې او حقونو نه دفاع کوو. مونږ دا هم وایو چې که دا ټینډرونه د خوګا خیل قوم پرته بل چاته ورکړل شي، نو مونږ به یې هېڅ کله ونه منو، بلکې له سیمې به یې اوباس

شاہ خالد شینواري وویل این ایل سي سره چې د درې سوه کناله ځمکې تړون شوی و، باید د هغې ۲۰۱ کناله ځمکه باندې هم د هغه وخت مطابق قیمتونه او مراعات ورکړل شي. معاهده کې واضحه ده چې این ایل سي به د خوګاخیل قوم سره د هرې پرېکړې او کار په اړه مشوره کوي، نه دا چې د څو کسانو سره خبرې وشي، زیاته ی کړه چې دوی د یو څوکسانو سره د این ایل سي پریکړه نه مني

نوموړي وویل په تورخم کښې د ځايي خلکو معاشي قتل‌عام روان دی. ورځ تر بلې له خلکو روزګار اخیستل کېږي. حکومت باید خلکو ته د کار موقعې ورکړي، نه دا چې د کاروبار دروازې پرې بندې کړي. مونږ د تورخم کاروبار ودې، د خوګاخیل قوم حقونو، ټرانسپورټ، کسټم ایجنټانو او عامو خلکو لپاره او ددوی حق لپاره یو صف کښې ولاړ یو، او د خپلو حقونو د اخیستو لپاره به تر هر حده لاړشو

په پای کې نوموړي د پوځ مشر ، د پشاور کور کمانډر، د ایف سي مشر ، آئی جی ایف سي او نورو اړوندو چارواکو نه وغوښتل چې زمونږ غوښتنې دې زر تر زره اومنل شي، که و نه منل شی نو د اګست له ۳مې وروسته به مونږ د پاک-افغان لویه لاره وتړو، او یو نه ختمېدونکی احتجاج به پیل کړو، چې پوره ذمه واري به یې د این ایل سي پر غاړه وي

د این ایل سي لوري دریځ

کله چې د پریس کلب خبریالانو د این ایل د ذمه وارو سره اړیکه ټینګه کړه نو وې ویل چې دوی په دې اړه موقف نه شي ورکولې او چې کوم مشران د این ایل سي په هیډګوارټر کښې دي هغوی به په په دې اړه بیان ورکړي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *