تازه خبرونه

په افغانستان کې ویجاړونکې زلزله: د پاکستان لوري د خواشینې پیغامونه

په افغانستان کې د راغلې ویجاوړنکې زلزله وروسته د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف لوري افغان حکومت او ولس ته د ژورې خواشینې پيغام لیږل شوې دې
په افغانستان کې ویجاړونکې زلزله: د پاکستان لوري د خواشینې پیغامونه

د پاکستان لوري افغان چارواکو او ولس سره د قدرتي آفت له امله په رسیدلي زیان د خواخوږۍ څرګندونه شوې ده

د پاکستان مسلمان ګاونډي هیواد افغانستان په کونړ او ننګرهار کې ویجاړونکې زلزلې وروسته د پاکستان لوړ پوړه چارواکو لوري افغانستان حکومت او ولس ته د خوا خوږۍ پیغامونه وړاندې شوي دي.

په کونړ کې زلزله – د پاکستان د خواخوږۍ پیغامونه

په افغانستان د کونړ ولایت کې یوه ویجاړوونکې زلزله راغله چې د ګڼ شمېر خلکو د مرګ ژوبلې او د کلیو د ورانېدو سبب شوې ده. د زلزلې ټکانونه تر اسلام‌اباده او د پاکستان نورو سیمو هم احساس شوي دي. د لومړنیو راپورونو

ترمخه تراوسه ۸۰۰ اته سوه زیات کسان شهیدان شوي دي او ۲۰۰۰ دو زرو زیات ټپيان شوي دي.

د پاکستان د وزیراعظم غمرازي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپل د تسلیت پیغام کې ژور خپګان څرګند کړ او ویې ویل:

«د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله د بې‌ګناه انسانانو مړینې موږ سخت غمجن کړي یو. په دې سختو شېبو کې زموږ دعاوې له اغېزمنو کورنیو سره دي. د پاکستان حکومت او ولس د افغان وروڼو او خویندو تر څنګ ولاړ دي او د هر ډول مرستې لپاره تیار دي. .»

د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې

د پاکستان د فدرالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار، هم خپلې ژورې خواخوږۍ څرګندې کړې. نوموړي وویل چې پاکستان د افغان ولس په غم او درد کې شریک دی او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا کوي.

د ځانګړي استازي غبرګون

د پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړي استازي، محمد صادق، هم د افغان ولس له غم او درد سره د پاکستان د ولس او دولت ژوره همدردي څرګنده کړه. هغه وویل:

«موږ د ټپیانو د عاجلې شفا دعا کوو او اغېزمنو کورنیو ته د زغم او حوصلې هیله لرو. پاکستان په دې سختو حالاتو کې د افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی.»

د پاکستان لوري مرستې ډاډ

پاکستان د افغان ولس سره د ژورې همدردۍ ترڅنګ اعلان کړی چې د زلزلې د اغېزمنو سیمو د مرستې عملیاتو کې د بشپړې همکارۍ لپاره تیار دی.

دلته ده اهم مهمه ده او باید یادونه وشی چې د پاکستان لوري پریکړه شوې چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره به د دارو درملو او د ژوند نورو اتیاوو جوپه زر افغانستان ته واستوي.

دا هم مهمه ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محسن نقوي له لوري افغان کورنیو چارو وزیر سیراج الدین حقاني سره په ټیلیفون اړیکه نیول شوي او د پاکستان لوري افغان حکومت او ولس ته په دې لوی زیان د خواخوږۍ او غم څرګندونه شوې ده، په ټیلیفون کې پاکستان لوري افغان حکومت ته ډاډ ورکړې شوې دې چې پاکستان لوري به په دې سخت وخت کې افغان حکومت او ولس سره انساني مرستې وشي.

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *