تازه خبرونه

پاک ۔ هند تاؤ تريخوالې،امريکني صدر ډونلډ ټرمپ هم دې جهګړې دوران پنځه الوتکې د غورځيدو تصديق کړېدے

پاک هند جهګړه، امريکني صدر هم د هند الوتکې غورځيدو تصديق کړېدے
پاک ۔ هند جهګړه دوران پنځه جنګي الوتکې هم غورځولي شوېدي، ټرمپ

پاک ۔ هند جهګړه دوران پنځه جنګي الوتکې هم غورځولي شوېدي، ټرمپ

پاکستان د هند شپږ الوتکې غورځولې وې،د ټرمپ بيان د هند د واکمنو ټولې دعوې دروغ ثابت کړيدي

په داسې مهال چې هند واکمن د پاکستان هوائي پوځ لخوا درې رافيل بشمول 6 الوتکې غورځولو نه بار بار انکاري دي د امريکني صدر ډونلډ ټرمپ تازه بيان د هند د حکومت دغه دعوې دروغ ثابت کړيدي ۔ وائټ هاؤس کښې د ري پبلکن ګوند کانګرس غړو ته وينا په مهال صدر ټرمپ د پاکستان او هند د جهګړې ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې دا جهګړه د هغه په کوششونو بند شوي وه ۔ د صدر ټرمپ وينا ترمخه که هغه د دواړو هيوادونو ترمينځ د جنګ بندۍ کوشش نه کولو نو قوي امکان وو چې منطقه کښې به ايټمي جنګ شورو شوي وو ۔

د هند الوتکې د راغورځيدو تصديق

صدر ټرمپ خپله وينا کښې دا هم وئيلي دي چې د پاکستان او هند ځواکونو لخوا د حملو دوران الوتکې هم راغورځولې کيدې او زما د خيال مطابق دې جهګړه کښې پنځه جنګي الوتکې راغورځولې شوېدي ۔ صدر ټرمپ خو څو وارې هند پاکستان تاؤ تريخوالي ختمولو کښې د امريکې د کردار ذکر کړېدے خو دا وړومبې ځل دے چې هغه د دې تصديق هم وکړو چې په شپږم او اووم مئي دوران پاک هند جهګړې په وخت پنځه جنګي الوتکې غورځيدلي دي ۔ هند واکمن اګرچه د جنګ د نقصاناتو او الوتکې تباه کيدو تفصيلاتو اولس ته په ډاګه کولو نه ډډه کوي ولې سرکاري دستورو او بهرملکي دورو په مهال ملاقاتونو او نړي وال رسنيو سره مرکو دوران د هند پوځي مشرانو دا اعتراف کړېدے چې پاکستاني هوائي ځواکونو ځني الوتکې ويشتلې وې او غورځولي ئي دي ۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *