تازه خبرونه

 پاکستان پلاوي افغان طالبانو ته خپلې غوښتنې وړاندې کړي

نن د جمعې مونځ وروسته به د افغان طالبانو لوري ځواب راځي، سرچینې
نن تمه ده چې د پاکستان او افغانستان پلاوي تر یوې هوکړې ورسي

پرون د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې په ډیر مثبت ماحول کې ترسره شوې

په استنبول کې د  ترکیې په کوربتوب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په لومړۍ ورځ پاکستاني پلاوي خپله طرحه د افغانستان له پلاوي سره شریکه کړې ده، نن د جمعې په ورځ د مونځ وروسته دواړه پلاوي بیا غونډه کوي   

د سرچینو د معلوماتو له مخې چې د پاکستاني پلاوي پر وړاندې شوې طرحې خبرې شوې او نن جمعه به هم دا خبرې د ترکی او قطر هیوادونو په منځګړتوب دوام ولري.

د سرچینو ترمخه پاکستاني پلاوي چې مشري ی د پاکستان استخباراتو مشر لیفټننټ جنرال عاصم ملک کوي،د خپلو غوښتنو مسوده د ترکي او قطر په منځګړتوب افغان طالبانو ته وړاندې کړه ده او نن د جععې مونځ روسته به ددې په اړه ځواب راځي مهمه ده چې یادونه وشی چې پرون د ترکي په ښار استنبول کې د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي ترمنځ خبرې په ډیر مثبت انداز او پرمختګ سره پای ته رسیدلې وې او نن تمه ده دواړه لوري به یو هوکړې ته ورسي

نورخبرونه: نن د جمعې په ورځ استنبول کې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ بیا ناسته کیږي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *