تازه خبرونه

پاکستان د هند وزيراعظم نريندرا مودي بيان ته سخت عکس العمل ښودلے

پاکستان د هند وزيراعظم نريندرا مودي بيان ته سخت عکس العمل ښودلے

پاکستان د هند وزيراعظم نريندرا مودي بيان ته سخت عکس العمل ښودلے

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د هند د وزیر اعظم نریندرا مودي لخوا لګول شوي “بې بنسټه، پارونکي او غیر مسؤلانه تورونه” په کلکه رد کړي
۔ تيره ورځ د هند راجهستان صوبه کې يو اولسي غونډى ته وينا په وخت نريندرا مودي خبردارى ورکړى و پاکستان دى د هر يو ترهګره بريد ځواب لپاره چمتو اوسي
۔ نريندرا مودي دا دړکه هم ورکړى وه پاکستان به د هند د واک لاندى سيندونو نه اوبه ترلاسه نه کړي
۔ دغه تورړنو ته غبرګون کې پاکستان هند ته دسختى ځوابي کاروايي خبردارى ورکړى دى
۔ د جمعى په ورځ د پاکستان خارجه وزارت لخوا جاري کړى شوى بيان ترمخه هندي وزير اعظم بيان د سيمه ايز امن لپاره زيانى او نړيوال قانون سره د ملګرو ملتونو د اصول سنګينه سرغړونه ګرځولى شوى ده
۔ د پاکستان د خارجه وزارت وياند شفقت علي خان هند ته د زغم نه کار اخستو ويلي او هغه په ګوته کړى پاکستان به د خپل دفاع لپاره په هيڅ سرپه نه کوي

د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمنځ پوځي شخړه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د تیرې میاشتې د پهلګام برید په اړه تاوتریخوالی دوام درلود، چې هند دغه بريد پړه پاکستان اچولے وه او دهغه بريد وروسته بيا د دواړه روايتي ايټمي حريفانو په يو بل حملے کړى وى د می د ۶-۷مې شپې په شپه، هند په پنجاب او آزاد کشمیر کې یو لړ هوایي بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې ملکي تلفات رامنځته شول. اسلام آباد د پنځو هندي جیټ الوتکو په غورځولو سره ځواب ورکړ.

د هند لخوا لیږل شوي ډرونونو د مخنیوي او د یو بل په هوایی اډو د بریدونو وروسته، د می په ۱۰مه د امریکا په مداخله ډزبندي شوه چې دواړه خواوې بالاخره خپلې وسلې وغورځوي او اوربند اعلان کړي. هند له هغه وخت راهیسې خپل تیری کوونکی دریځ ته دوام ورکړی دی حتی که پاکستان د هر ډول نور نظامي تیري په وړاندې خبرداری ورکړی او د خبرو اترو وړاندیز یې کړی دی.

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *