تازه خبرونه

  پاکستان د فتح ۴ نومي کروز توغندي کاميابه آزمائينه کړيده،آئي ايس پي آر

د پاکستان فتح ۴ توغندۍ د ۷۵۰ کلوميټر پورې خپل هدف په نښه کولو توان لري
د پاکستان په دفاعي صلاحيت کښې نوره اضافه، کروز توغندي فتح ۴ کاميابه تجربه

پاکستان د فتح۴ کروز توغندي آزمائينې وروسته دفاعي کارپوهان وایی چې دې سره به د پاکستان دفاعي ځواک ډیر پیاوړې شو

د پاکستان دفاعي پرمختګ او د ملک دفاع  ناقابل شکست جوړولوپه لور يو بل کامياب قدم پورته کړې شوېدے، د پوځ مطبوعاتي ادارے (آئي ايس پي آر) له لوري جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې پاکستان د کروز توغندي فتح ۴ کاميابه آرمائينه کړيده ۔ ياد توغندې  د نوي ايويونکس او نيوي ګيشنل په سسټم برابر دے کوم چې د دښمن دفاعي نظام  ناکامه کولو او د ۷۵۰ کلوميټره علاقې دننه خپل هدف په نښه کولو توان لري ۔ د پاکستان جنګي بيړه کښې د فتح ۴  کروز توغندي شموليت به د پوځ روايتي د توغندو سسټم رينج او د پوځ دفاعي صلاحيتونو کښې نوره هم اضافه راولي ۔  چيف آف جنرل سټاف، د پاک پوځ اعلي چارواکو،سائنسدانانو او انجينئران د دې توغندي د آزمائينې په مهال موجود وو ۔ صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم شهباز شريف، چيئرمين جوائنټ چيفس آف سټاف جنرل ساحر شمشاد او سروسز چيفس د فتح ۴ توغندي په کاميابه آزمائينه ټول قام، سائنسدانانو او انجنيئرانو له مبارکي ورکړيده ۔  

نورخبرونه

هند سره د پاکستان جګړه: بل ځل به ماتې ۶ صفر نه بلکې ۶۰ صفر وي: شهریار خان

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *