تازه خبرونه

هند لوري په پاکستان د خالصتان تحریک سره د اړیکو بې بنیاده تورونه

ټوله نړۍ په رسنیو ګوري او د کلونو راهیسي په هند کښې د خالصتان تحریک پیل کیدلو څخه هم ټوله نړۍ خبره ده چې دا تحریک څوک او ولې چلوي؟
د خالصتان تحریک د نړۍ په یو شمیر یورپي هیوادونو، کینیډا او امریکا کښې دوام لري او ددې تحریک مشرانو په جمهوري کچه له هند حکومت څخه غوښتنې کوي.

هند په ځای ددې چې په پاکستان بې بنیاده تورونه ولګوي، دوی باید د هند دننه په بحرانونو کنټرول راوړلو او هوارولو لپاره کار وکړي.

د هند رسنیو له خوا په پاکستان د خالصتان او نشه یي توکو تورونه او ددې تورونو شاته محرکات څه دي؟
په دې لنډ تیرو ورځو کښې د هند رسنیو دعوی کړې وه چې د پاکستان ستخباراتي اداره آيی ایس آیی له خالصتان غورځنګ سره اړیکې لري

دې سره د هند رسنیو یو بل بې بنیاده تور هم لګولې چې آیی ایس ایی د افغانستان لارې د نشه توکو قاچاق کښې هم ښکیل ده

وس دلته دا اړینه ده چې دې بې بیناده تورونه ته په ژور نظر وکتل شي او د هند لوري ددې تورونو اصلي اهداف وڅیړل شي.په کینیډا کښې خالصتان تحریک

ټوله نړۍ په رسنیو ویني ګوري چې په کینیډا کښې که د خالصتان پلوو فعالیتونه وکتل شي، نو اکثره یې حقوقي، سیاسي او سوله ییزې مبارزې دي. دوی خپلې خبرې د یو جمهوري لارو له لارې رسوي، نو ځکه د هند دا ډول تورونه تشې یو قسم بې بنیاده دي او د پاکستان د بدنامولو یوه ناکامه هڅه ده

د هند اصل محرکات او هدف څه دې؟

دا د هند لوري لومړې ځل نه دي چې په پاکستان بې بنیاده تورونه لګوي، خو که د هند پر ضد د پاکستان اوسني جنګ او کړکیچ ته وکتل شي نو نړۍ په دې اړه د پاکستان ستاینه کړې ده او هند حکومت د شرم سره مخ شوې دې

امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو د پاکستان سفارتي په کچه او په سیمه ایزه توګه د رول او سیاست ستاینه کړه ده او د هند حکومت د نړیوالو نیوکو سره مخ شوې دې.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې د امریکا اولس مشر په دې لنډو څو ورځو کښې هم دوه ځل تاید کړه چې د پاکستان او هند په جهګړه کښې پاکستاني ځواکونو د هند پینځه جنګي الوتکې رانسکورې کړې وې

د امریکا اولسمشر په دې بیان کښې هند لپاره څه پیغام او سبق دې؟

دا څرګنده خبره ده چې د ټرمپ په دې بیان او پیغام کښې چې پاکستان د هند ۵ پینځه الوتکې رانسکورې کړي ، د هند لپاره یو ښکاره پیغام دې او هغه دادې چې د مودي حکومت او د هند نور لوړپوړي چارواکي باید ژور فکر وکړي چې دوی بیا د پاکستان سره د جنګ پیل کولو غلطي و نه کړي

داسې ښکاري چې هند دا تورونه د خپلو کورنیو ناکامیو، په ځانګړي ډول د پنجاب او کشمیر ستونزو څخه د نړیوالو پام بل لوري ته اړولو لپاره کاروي

دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې هند پر ځای ددې چې په پاکستان بې بنیاده تورونه ولګوي ،هند باید خپل داخلي بحرانونو ته پام وکړي او په پاکستان بې اساسه او د ددروغو تورونه و نه لګوي، هند باید دننه د خالصتان ستونزه هوار کړي، د پاکستان سره باید د کشمیر ستونزه هواره کړي او دا نړۍ او ملګري ملتونو منلي او تاید کړې چې د پاکستان سره د کشمیر مسله دې د ملګري ملتونو د قراردادونه ترمخه هواره شي خو هند نن هم په ناقانونه توګه قبضه شوي جمو کشمیر کښې په مسلمانانو ظلمونه کوي ، ددوی آزادۍ او خپلواکۍ لپاره غږ اوچتولو اجازه نه ورکوي او چې څوک د آزادۍ لپاره غږ پورته کوي نو د هند فوځ ی د ټوپک له لارې خاموش کوي

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *