تازه خبرونه

ملګرو ملتونو په اسلام آباد کې برید په کلکه غندلې

د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټری انتونیو ګوتریس په خپل بیان کې د اسلام آباد د برید پلټنو غوښتنه کړې ده
پرون اسلام اباد کې ځانمرګي برید کوونکې ځان ته چاودنه ورکړه او ۱۲ کسان ی شهیدان کړل

انتونیو ګوتریس ویلي دي چې د اسلام اباد برید کې ککړ لاسونه باید عدالت ته راکش کړې شي

اسلام آباد: ملګرو ملتونو د اسلام‌اباد په جی‌الیون سېکټر کې د ځانمرګي برید په سختو ټکو کې  غندنه کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د دې ترهګریز برید ککړ لاسونه باید د قانون منګولو ته وسپارل شي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس په خپل تازه بیان کې  د برید له امله راپیښ زیانونو باندې د ژورې خواشینۍ څرګندونه وکړه، هغه د  د وژل شويو کسانو له کورنیو سره یې د خواخوږۍ او تسلیت څرګندونه وکړه او د ټپیانو لپاره ی د  د ژر روغېدو دعا  وکړه

انتونیو ګوتریس ټینګار وکړ چې د اسلام‌اباد د ځانمرګي برید پېښه باید په بشپړ ډول وڅېړل شي او هغه کسان چې په دې وحشیانه عمل کې لاس لري باید عدالت ته راکش کړل شي۔

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې پرون په ۱۱ نومبر ، د پولیسو ترمخه په جي ۱۱ سیکټر کې د اسلام آباد جوډیشنل کمپلیکس مخې ته په ۱۲نیمې بجې په موټر سایکل سپور تن ځانمرګي برید وکړو چې په پایله کې ی  ۱۲ تنه شهیدان او ګڼ نور ژوبل شول.

د برید ذمه واری د ټي ټي پي یوې ډلې په غاړه واخسته

نورخبرونه: د پاکستان غوښتنه ده چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد و نه کارول شي: عطاتارړ

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *