تازه خبرونه

مردان کې د ترهګرۍ هڅه ناکامه شوې:  سي ټي ډي  په هدفې عملیاتو کې دوه ترهګرله منځه وړي

د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي په مردان کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو بریالی عملیات ترسره کړ چې په پایله کې یې په موټرسایکل سواره دوه ترهګرله منځه یوړل
نن د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې هم د داعش ډلې یو کمانډر اووژل شو

د امنیتي چارواکو په وینا د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګر بریدونه کوي خو د ځواکونو او اولس حوصلې لوړې دي او ترهګرو له به ماتې ورکوو

مردان: چارواکو ویلي  په سیمه کې د  لټون عملیاتو پر مهال مشکوک کسانو د پولیسو په چیک‌ پوسټ  له اودریدو څخه انکار وکړ او ډزې ی پیل کړې ،  سوات سي ټي ډي ټیم ژر ځواب ورکړ او دواړه بریدګر ی ووژل شول. چارواکو د وژل شویو کسانو پېژندګلو نعمان عرف مراد او غزنوي او سُهیل عرف چرسی په توکه کړې

د سی ټي ډي  سرچینو په وینا، دغه ترهګر په څو لوړ پوړو بریدونو کې لاس درلود، چې پکې د کانسټبل امجد، کانسټبل اقرار سید او طفیل احتشام وژنې شاملې وې. دوی د چوکي  رستم بھیړوچ په دستی بم برید سره هم تړاو درلود

چارواکو تایید کړه چې وژل شوي ترهګر د “فتنه الخوارج” له افراطي ډلې سره تړاو درلود. د هغوی له قبضې څخه موټرسایکل، طمانچې او مهمات ترلاسه شول.

سي ټي ډي  ویلي چې د سیمې په کچه استخباراتي عملیات د د پولیسو لوی افسر آیی جي   د لارښوونې لاندې دوام لري، چې موخه یې د ترهګرو شبکو شنډول او سیمه ییز امنیت ټینګول دي

نورخبرونه: کرک کې د ترهګرو او سي ټي ډي ځواک   ترمنځ نښته شوې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *