تازه خبرونه

لندن:هاؤس آف لارډ اجلاس،هند لخوا سند طاس معاهدې معطلۍ او کشمير کښې بشري حقونو په خلاف ورزۍ د تشويش اظهار شوے

لندن:هاؤس آف لارډ اجلاس،هند لخوا سند طاس معاهدې معطلۍ او کشمير کښې بشري حقونو په خلاف ورزۍ د تشويش اظهار شوے

آپريشن سندور د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي وه، لارډ قربان حسين

د نريندر مودي د ظلمونو داستان او د رياستې ترهه ګرۍ معامله د برطانيې تر هاؤس آف لارډ رسيدلې ده ۔ د برطانيې په ايوان کښې د پاکستان او هند ترمينځ پيدا شوي تاؤ تريخوالي په معامله بحث شوي وو۔ د هاؤس آف لارډ ممبرانو د دواړو ملکونو په جهګړې د تشويش اظهار کړې او د دواړو ملکونو تاؤ تريخوالې ئې د سيمې او نړۍ امنيت لپاره خطره ګرځولي ده ۔ د اجلاس په مهال د هند حکومت لخوا د سند طاس د معاهدې خلاف ورزۍ او کشميريانو باندې روان ظلمونو په معامله هم بحث شوېدے ۔ د ايوان ممبرانو د حکومت نه مطالبه کړے چې د پاکستان او هند ترمينځ شخړو د حل لپاره دې د سفارت کارۍ کردار ادا کړي ۔

د مودي اقداماتو سيمه د خطرو سره مخ کړېده

د برطانيي پارليمنټ ته وينا په وخت لارډ قربان حسين وئيلي دي چې هند واکمنو د پهلګام حملې نه پس په پاکستان تورونه ولګول او د دې معاملې د پلټنو نه بغير ئې آپريشن سندورشورو کړو کوم چې د پاکستان د خپلواکۍ خلاف ورزي وه ۔ د لارډ قربان حسين وينا وه چې هند حکومت له پکار وو چې د پاکستان لخوا د پهلګام پيښې تحقيقاتو د وړانديز مثبت جواب ئې ورکړې وو ۔ لارډ قربان حسين د پاکستان او هند ترمينځ د جنګ بندۍ لپاره د امريکني صدر ټرمپ د کردار ستائينه کړي او وئيلي ئي دي که دا جنګ نه بنديدو نو د دواړو ايټمي طاقت لرونکي ملکونو ترمينځ به تاؤ تريخوالې نور هم سيوا شوي وو۔ خپل تقرير کښې لارډ قربان حسين ووئيل چې هند په يک طرفه توګه سند طاس معاهده معطل کړيده د نريندر مودي له طرفه اوبه د وسلې په توګه استعمالول به خطرناک نتائج رامخې ته کړي ۔

په کشميريانو ظلمونه او د نړۍ خاموشي

پارليمنټ ته خپله وينا لارډ قربان په کشمير کښې روان د بشري حقونو په خلاف ورزۍ هم خبرې کړيدي او وئيلي ئي دي چې د پاکستان او هند ترمينځ د کشيدګۍ وجه کشمير مسئله ده کومه چې کلونه تيريدو باوجود نه حل کيږي ۔ د لارډ قربان وينا ترمخه هندوستان په کشمير کښې نهه لکه پوځ تعينات کړيدي او هلته روان ظلمونو لوجې يو لاکه کشمريان قتل کړي شوي او په زرګونو بے درکه دي ۔ د برطانيې د پارليمنټ ممبر نړي والې ورورلۍ نه مطالبه کړېده چې کشمير کښې د هند پوځ لخوا ماورائے عدالت قتل عام، جعلي مقابلو او غير قانوني ګرفتارو نوټس دې واخلي ۔

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *