تازه خبرونه

شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس،خارجه وزير اسحاق ډار د افغانستانمتعلق د ايس سي او رابطه ګروپ د بحالۍ مطالبه کړې

ټولو ګاونډي ملکونو سره په پرامن توګه اوسيدل غواړو، د هند جارحيت د جنوبي ايشيا امن د خطرې سره مخ کړې وو،اسحاق ډار
شنګهائي تعاون تنظيم اجلاس،خارجه وزير اسحاق ډار د افغانستانمتعلق د ايس سي او رابطه ګروپ د بحالۍ مطالبه کړې

شنګهائي تعاون تنظيم وزرائے خارجه کونسل اجلاس

د چين تيانجن ښار کښې د شنګهائي تعاون تنظيم د وزرائے خارجه کونسل اجلاس ته خارجه وزير اسحاق ډار وينا کړې او د منطقې امن او استحکام په حواله د پاکستان په کوششونو ئې رڼا اچولې ده ۔ د اسحاق ډار وينا ترمخه نړي وال چيلنجونو په دې دور کښې شنګهائي تعاون تنظيم د يو مستحکم پليټ فارم په حيث رامخې ته شوېدے او دې سلسله کښې غوره کردار هم ادا کوي ۔ خارجه وزير د ايران خلاف اسرائيلي جارحيت او د ايران په ايټمي تنصيباتو د امريکې د حملو سخت مذمت کړې او وئيلي ئي دي چې د شنګهائي تعاون تنظيم د غړو ملکونو خلاف دا قسمه غير قانوني اقدامات د قبولولو نه دي،اسحاق ډار د فلسطنيانو خلاف روان اسرائيلي حملو باندې د تشويش اظهار کړے او په فوري توګه غزه جنګ بندۍ مطالبه ئې کړې او وئيلي ئي دي چې پاکستان به تل يو خودمختار فلسطيني رياست د قيام لپاره د فلسطنيانو ملاټر جاري ساتي ۔

افغانستان يواځې پريښودل نه دي پکار،اسحاق ډار

ايس سي او خارجه وزيرانو اجلاس ته خپله وينا کښې خارجه وزير اسحاق ډار د افغانستان په صورتحال هم خبرې کړيدي،وئيلي ئي دي چې پاکستان او افغانستان دواړه هيوادونه د ترهه ګرۍ نه متاثره شويدي،سخت دريزي او ترهه ګري د انسانيت د وجود لپاره مشترکه خطره ده،د منطقې نه د دې ناسور د خاتمے لپاره ټولو هيوادونو له په شريکه کار کول پکار دي،د اسحاق ډار وينا وه چې افغانستان کښې پائيدار امن د ټولو ګاونډي ملکونو په مفاد کښې دے،د دې مقصد لپاره ضروري ده چې د افغانستان متعلق شنګهائي تعاون تنظيم رابطه ګروپ دې په فوري توګه بحال کړې شي ۔

پاکستان هند ته بيا د مذاکراتو وړانديز کړېدے

اسحاق ډار خپل تقرير کښې د پاکستان او هند تاؤ تريخوالي د معاملې ذکر هم کړېدے او وئيلي ئي دي چې پاکستان د ټولو ګاونډي ملکونو سره امن او استحکام غواړي خو تير درې مياشتو دوران ځني داسې واقعات رامخې ته شول چې اثرات ئې نيغ په نيغه په دې منطقه پريوتل او دويشتم اپريل نه پس واقعاتو دا حقيقت واضحه کړېدے چې ټولې شخړې د مذاکراتو د لارې حل کول ضروري دي ۔ خارجه وزير زياته کړيده چې دې منطقه کښې د امن د مذاکراتو آغاز لازمي دے هم دغه وجه ده چې پاکستان هميشه ټولې شخړې او مسائل د خبرو او سفارتکارۍ د لارې حل کولو باندې زور راوړېدے

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *