تازه خبرونه

 د یمن کړکیچ: پاکستان تل د نړیوال قانون د عملي کیدو پلوي

په یمن کې د کورنیو شخړو او جګړو وروسته متحده عربي اماراتو خپل پوځونه له یمن څخه ویستلي دي
پاکستان یمن او نورو سیمو کې د ملګرو ملتونو د قانون لاندې د سولې راوستلو پلوي دې

د یمن په شمال کې حوثیانو ډله نفوذ لري، سدرن ټرانزیشنل کونسل په جنوبي سیمو کې او په مرکز کې د سعودي عرب ملاتړ لرونکې مرکزي حکومت واک لري

په دې وروستیو کې په ختیځ یمن، په ځانګړي ډول په حضرموت کې، جګړه بیا زور واخستو او د متحده عربي اماراتو ملاتړ لرونکي او سعودي عرب ملاتړ لرونکي ډلو ترمنځ سختې نښتې وشوې

 په یمن کې د سعودي تر ملاتړه دولتي ځواکونه له هغو ګروپونو سره نښتي چې د متحده عربي اماراتو له ملاتړ لرونکي ایس ټي سي،  سدرن ټرانزېشنل کونسل   سره تړلي دي

په دې وروستیو کې  ایس ټي سي ځواکونو   ځینې نوې سیمې لاندې کړې دي

یمن په څو سیمو کې ویشل شوې

یمن دا مهال په عملي ډول په بېلابېلو د نفوذ ویش په حساب سره ویشل شوې دې
حـوثيان د هېواد نفوس لرونکي شمال کنټرولوي،ایس ټي سي د جنوبي سیمو پر پراخو برخو ټینګ کنټرول لری او د سعودي‌ملاتړ لرونکې حکومت یوازې په مرکزي او ختیځو سیمو  کې واک لري
دې پورته یادو سیمو پرته  د القاعده  عربي هیواد ډلې  په لرې پرتو سیمو کې فعالې دي

د یمن په ټوټو او بیله بیلو برخو کې تقسیمدلو کې د سعودي عربستان بادشاهت  او متحده عربي اماراتو ترمنځ سیالي هم شته، جګړه له یوې کورنۍ نښتې څخه په پرله‌پسې استازیو،پراکسي جګړو بدله کړې ده

شنونکي خبرداری ورکوي چې دا وضعیت د سور سمندر پر سوداګریز تګ راتګ، د پولو امنیت او د سیمې پر ټول ثبات ژورې اغېزې لرلای شي

په داسې کړکیچن  وخت کې، سیاسي او دفاعي چارو پوهان بیا سپارښتنه کوي چې باید په داسې وخت کې د سیمه ایز هیوادو  او د اسلامي نړۍ سازمان فعال رول ولوبوي ترڅو دا سیمه د یو لوی جنګ څخه وژغوري او که داسې و نه شي او جګړې دوام وکړي نو بیا به په سیمه کې دا کورنۍ جګړې په ډیر لوی جنګ بدلې شي

په اسلام‌اباد کې چارواکي د سعودي عربستان مشري،ملاتړ او هڅې ستایی ځکه سعودي عربستان غواړي په یمن کې تل پاتې امن او سوکالي لپاره عملي ګامونه پورته کړي او سعودي عربستان هڅه کوي چې په یمن کې ثبات راولي او نړیوالو له‌خوا منل شوې حکومت پیاوړی کړي

دلته دا مهمه ده چې یادونه وشی چې  یمن ورو ورو په داسې د بیله بیلو ډلو د نفوذ په یمو کې وشل شوې دې، یو اړخ ته  شمال کې حوثيان برلاسي دي او د جنوب پر ځینو برخو کې ایس ټي سي،  سدرن ټرانزېشنل کونسل  واکمن دې

په حضرموت کې وروستي پرمختګونه

 چې اوس د سعودي‌ملاتړ لرونکو ځواکونو او د سدرن ټرانزېشنل کونسل ، چې د متحده عربي اماراتو ملاتړ ورله حاصل دې ،ډلو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه ګرځېدلې

د پاکستان حکومت ،سعودي عربستان او د فاعي شنونکي د وینا او دریځ ترمخه  ټولې ښکېلې خواوې باید یوازې د ملګرو ملتونو تر پروسې لاندې او د یمن د قانوني دولتي ادارو د چوکاټ دننه عمل وکړي او  هغه بهیر چې د سعودي په ملاتړ اسانتیا برابروي، ټول اړخونه ی ملاتړ وکړي ترڅو په یمن کې ثبات پر ځای شي او د کورنیو جګړو مخه ونیول شي

متحده عربي اماراتو یمن څخه خپل پوځونه وویستل

په داسې وخت کې چې به یمن کې د بیله بیلو ډلو ترمنځ کورنۍ جګړې زور اخستې وو، متحده عربي امارات خپلو پوځیانو ته له یمن څخه د وتلو امر کړې دې

د اماراتو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو تر بشپړېدو وروسته پوځ بیرته رابلل شوی او په یمن کې د شریکانو له همغږۍ سره سم پوځي ماموریت پای ته رسېدلی دې

د وزارت له مخې، دا پرېکړه د متحده عربي اماراتو په خپله خوښه کړې شوې او ټول پوځي پرسونل په خوندي ډول خپل  هېواد ته راستانه کړې شول

Related Articles

د طالبانو بیانونه د داخلي ناکامیو نه د پام اړولو هڅه ده، د پاکستان ضد دریځ د سیمې سولې ته زیان رسوي

April 23, 2026

جعلي پلېټفارم دروغ خبر خپور کړی، د ولسمشر د ناروغۍ او د پوځ د فشار دعوه شوې

April 23, 2026

د ډیورنډ کرښې په اړه د افغان مشرانو په دودیز دریځ کې لوی بدلون راغلی؛ د سختدریځو له مخالفت سره سره دوستم، محمد محقق او د هزاره ټولنې ځینو برخو سرحد د نړیوال واقعیت په توګه منلی دی

April 23, 2026

دومې ادعا ناسمه ده؛ پاکستان اقتصاد وده کړې، پانګونه ۲۰٪ لوړه شوې او ترسیلات ۳۵ میلیارده ډالرو ریکارډ ته رسېدلي دي

April 23, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *