تازه خبرونه

د پاکستان پر ضد بیان: پیښور کې پولیسو یو افغان وګړې ونیول

په سوشل میډیا یو افغان وګړي د پاکستان پر ضد په یو ویډیو کې بیان خپور کړل چې په ګنړ شمیر د سوشل میډیا فعالانو له لوري خپور کړې شو
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونو د افغان مهاجرنیو پر مخ خلاص دي

د پیښور پولیس وایی چې د ضروري قانوني چارو وروسته به یاد افغان وګړي افغانستان ته واپس ولیږل شي

پېښور: پیښور کې پولیس وايي، د افغان وګړي شاه‌نواز هغه ویډیو چې پکې یې پر پاکستان ضد خبرې کړې وې، پرون په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې وه.

د پولیسو په وینا، شاه‌نواز د داوودزې د خزانې په افغان مهاجرنیو کیمپ کې نیول شوی دی. نوموړي اعتراف کړی چې پر پاکستان ضد څرګندونې یې کړې او د خپلو خبرو له کبله یې بښنه هم غوښتې ده

پولیسو ویلي دي چې د ضروري قانوني څیړنو وروسته به یاد تن افغانستان ته واپس ولیږل شوي

 دلته دې خبرې باید یادونه وشی چې د سرچینو ترمخه له پاکستان او ایران څخه په کال ۲۰۲۵ کې  دوه ملیونه او اته لکه یعني اته ویشت لکه، ۲۸۰۰۰۰۰ غیرقانوني افغان وګړي واپس خپل هیواد ته واپس رالیږل شوي دي

Related Articles

د نيوکو سره سره اسلام‌اباد وايي، اصلي موخه د خبرو دوام او د تاوتريخوالي مخنيوی دی، نه ژر او ظاهري پايلې

April 22, 2026

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *