تازه خبرونه

د پاکستان مختلف يونيورسټو کښې زير تعلم افغان طالب علمانو ته ټيبلټس ورکړی شويدی

اففان طالب علمانو سره د مرستو مقصد دوی له اعلی تعليم ترلاسه کولو کښې آسانتياګانې پيدا کول دي
افغان طالبانو ترمينځ ټيبلټس تقسيم

د پيښور انجينئرنګ اينډ ټيکنالوجی يونيورسټۍ د سوری لاندې شوې په يوه دستوره کښې د خېبر پختونخوا او د ملک ډ نورو ښارونو په سرکاري او پرائيوټ يونيورسټو کښې داخل دوه سوه پنځه اويا طالب علمانو له ټيبلټس ورکړي شويدی. ټيبلټس اخستونکو کښې زنانه افغان طالب علمانو هم شامل وو. افغان طالب علمانو له دا ټيبلټس وفاقی حکومت د علامه اقبال سکالرشپ پروګرام د لاندې د هائير ايجوکيشن په زریعه ورکړيدی چې مقصد ئې افغان طالب علمانو ته پوهنتونونو کښې سهولتونه ورکول دي. د خېبر پختونخوا وزير سيد قاسم علي شاه د دې دستورې مشر ميلمه وو. دستوره کښې د هائي ايجوکيشن افسرانو. د يونيورسټو پروفيسرانو ، د خيبرميډيکل او د انجينئرنګ يونيورسټو وائس چانسلرانو او د متحده قامونو د کډوالے ادارے يو اين ايچ سی آر د پيښور مشر کوفي ډومو شرکت کړې وو. دستوره ته د وينا په وخت صوبائي وزیر قاسم علي شاه ووئيل چې د پاکستان او افغانستان مذهب او کلتور يو دے.جغرافيائی سرحدونه د دواړو هيوادونو اولس د پرمختګ کښې خنډان نشي جوړيدے. قاسم علي شاه وينا وه چې د اعلی تعليم حاصلولو لپاره به پاکستان د افغان مهاجرینو کومک جاری ساتی. د يونيورسټو وائس چانسلرانو او د هائير ايجوکيشن نمائندګانو هم دې دستورې ته ويناګاني کړيدی. د دستورې په پايه کښې افغان طالب علمانو له ټيبلټس ورکړی شول

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *