تازه خبرونه

د پاکستان او ترکي استخباراتي ادارو کارروائي،د داعش ډلې مهم کمانډر ګرفتار

افغانستان او پاکستان خارجه وزيرانو په سفارتي کچ تعلقاتو کښې د اضافې هرکلې کړې
پاکستان او افغانستان تعلقاتوکښې ښه والې راغلې

د ترهه ګرو نيټ ورک خلاف د پاکستان او ترکيه انټلي جنس ادارو مشترکه کارروائۍ دوران د نړي وال ترهه ګر تنظيم داعش ډلې يو مهم کمانډر ګرفتار کړېدے ۔ د ترکيه رسنيو رپورټونو ترمخه د ترکيه او پاکستان استخباراتي ادارو اهلکارود پاکستان او افغانستان سرحدي علاقه کښې د مشترکه کارروائي دوران ابوياسر الترکي نومي د داعش ډلې ترهه ګر ګرفتار کړېدے۔ نيولي شوي ترهه ګر کمانډر د افغانستان نه پاکستان ته د داخليدو کوشش کولو۔ ابو ياسر الترکي په داعش ډله کښې خلک بهرتي کولو نګران وو هغه د ترکيه نه افغانستان ته تلې وو او د افغانستان يو جيل نه هغه څه موده مخکښې تښتيدلې وو۔ ترکيه ته مطلوب دغه ترهه ګر کمانډر په داسې حال ګرفتار کړي شوېدے چې افغان حکومت په دغه هيواد کښې ميشته د پاکستان کالعدم تنظيم ټي ټي پي د مشرانو او جنګيالو په حواله خپله پاليسۍ کښې مثبت بدلون راوستې دے ۔ بلخوا د پاکستان او افغانستان ترمينځ اړيکو کښې نور هم پرمختګ رامخې ته شوېدے۔د دواړو ملکونو خارجه وزيرانو اسحاق ډار او امير خان متقي ترمينځ د ټيلي فون د لارې خبرې شويدي۔ دواړه خارجه وزيرانو په سفارتي سطح تعلقات مضبوطيدو باندې د اطمينان اظهار کړېدے او د ناظم الامور عهده د سفير برابرولو فيصلو هرکلي ئي کړېدے۔ پاکستان خارجه وزارت ترجمان بيان ترمخه دواړو مشرانو د پاکستان،افغانستان او ازبکستان ترمينځ ريلوے منصوبې فريم ورک معاهدې ته حتمي شکل ورکولو باندې هم اتفاق کړېدے

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *