تازه خبرونه

د پاکستان او افغانستان شخړه: ایران لوري د سولی لپاره وړاندیز شوې

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي
پاکستان او افغانستان ترمنځ اول دوحه او بیا استنبول کې خبرې وشوې خو تراوسه کومه مثبته پایله مخې ته نه ده راغلې

پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړه هغه وخت شروع شوه چې په ۱۱م اکتوبر د افغان لوري په پاکستان سرحدي سیمو برییدونه ترسره شول،پاکستان د افغان طالبانو برید ته کلک غبرګون وښود

اسلام آباد: په داسې وخت کې چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ  تاوتریخوالې زیات شوي دې ،هند د پاکستان او افغانستان ترمنځ اور زیاتیدلو لپاره اور ته لمن وهي او د دوحه خبرو وروسته د استنبول مذاکرات هم له ناکامۍ سره مخ دي ، د پاکستان او افغانستان ګاونډي هیواد اسلامي جمهوریه ایران د  دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې راوستلو لپاره د منځګړتوب وړاندیز کړې دې

د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي   د پاکستان له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار   او د افغانستان د اسلامي امارت له سرپرست بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره جلا ټليفوني خبرې کړي دي۔

عراقچي د خبرو پر مهال د متقابل تفاهم، سيمه‌ييزې همکارۍ او د غلط فهميو د کمولو پر اهميت ټينګار کړی۔ د افغانستان د بهرنیو چاور وزارت په ایکس پاڼه باندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي سره د ټیليفوني خبرو تاید کړې دې او ویلي دي چې ایران ورته د پاکستان سره د سولې راوستلو لپاره د منځګړي په توګه د کار کولو وړاندیز کړې دې

د ایران وزیر خارجه  د سولې لپاره د وړاندیز پر مهال د ايران ژمنه تکرار کړه چې تهران غواړي له دواړو ګاونډيانو سره اوږدمهاله او دوستانه اړيکې پياوړې کړي، او له سيمه‌ييزو هېوادونو ی وغوښتل چې د ثبات د ټينګښت لپاره د متقابل تعامل بهير ته دوام ورکړي

د افغانستان او پاکستان دواړو چارواکو د سولې، تفاهم او ډيپلوماتيکو حل‌لارو ملاتړ څرګند کړی، او د ايران هڅې يې وستايلې چې تل د جنوبي او مرکزي آسيا ترمنځ د يو فعال منځګړي او د پول جوړوونکې رول لوبوي مهمه ده چې یادونه وشی چې د افغان طالبانو لوري په پاکستاني سرحدي سیمو بریدونو  وروسته پاکستان له ۱۲ام اکتوبر راهیسي چې نن ۲۹ م ورځ ده سپین بولدک او تورخم دروازې د عام مسافر د تګ راتګ او سوداګریز فعالیتونو پر مخ تړلي دي ، پاکستان یوازې د افغان کډوالو پرم سپین بودلد او تورخم دروازه له لومړي نومبر څخه خلاصه کړي ده

نورخبرونه: د استنبول خبرو حقیقت څه دې؟د افغان طالبانو ګمره کوونکي بیانونه

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *