تازه خبرونه

 د وادي تیراه پیښه او د درواغو پروپیګنډې

د امنیتي سرچینو ترمخه دا پیښه د کالعدم تحریک طالبان پاکستان په و ټریننګ مرکز کې شوې چرته چې ترهګرو په لوی مقدار کې بارودي مواد ځای په ځای کړې وو چې په دې شپه پکې چاودنه وشوه
امنیتي سرچینې وایی چې ترهګر تل جوماتونو او کورونو د بارودو د ګودامونو په توګه کاروي

په ضلع خیبر کې د وادي تیراه پیښه ځنې خلک او د ریاست په ضد کارکوونکې د یو څه سیاسي ګټو او خپلو لوبو  لپاره کاروي .

 دې خلکو پخواني  انځورونه او ویډیوګانې یې خپرې کړې او داسې یې تاثر جوړاوه چې ګواکې پوځ پر بې ګناه وګړو برید کړی. حال دا چې حقیقت دا و چې چاودنه خپله د ترهګرو د غفلت او ظلم پایله وه .

 د ترهګریز پیښو په اولس اغېزې

په دې چاودنه کې چېرې چې ترهګر وژل شوي، ځایي کورنۍ هم زیانمنې شوې. کورونه ړنګ شول، ښځې او ماشومان شهیدان شول، او په ټوله سیمه کې د وېرې فضا خپره شوه. دا هر څه دا ښيي چې د ترهګرو شتون خپله د ځایي خلکو لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.

د وادي تیراه پیښه او د دولت دریځ

پاکستاني پوځ او دولت په ښکاره ویلي چې دوی کله هم عام وګړي نه په نښه کوي او ددوی هدف د ترهګرو پټنځایونه وي خو ترهګر عام اولس د انساني سپر په څیر کاروي چې له امله ی بیا پایله ویرونکي وی او عام وګړو ته پکې زیات مالي او ځاني زیان رسیږي، دداسې خلکو لوري د ترهګرو په ملاتړ کې پروپاګنډ ددې ترهګرو د ساتنې یوه هڅه ده او دلته دا ژمنه یو ځل بیا تکراریږي چې د ترهګرو په ضد به عملیات دوام ولري ترڅو ځایی خلک له ترهګرو وژغورل شي.    

 د یوې ضعیفې مېرمنې د سترګو لیدل حال

یوې زړې ځایي مېرمنې زړه دردونکې کیسه وکړه. د هغې په وینا ، دیارلس طالبان د خپلو بارودي توکو د چاودنې له امله له منځه لاړل، زما کور ترڅنګ وو، هلته مې بچي اوسیدل، د چاودنې له امله مې کور ړنګ شول او هغوی شهیدان شول.  

دا څرګندونه دا حقیقت ښکاره کوي چې ترهګر نه یوازې خپله ژوند له لاسه ورکوي، بلکې ملکي وګړي هم د خپلې ترهګریزې کړنې ښکار ګرځوي.

    د ترهګرو کړنلارې

دا لومړی ځل نه دی چې ترهګر د استوګنې سیمې د ځان لپاره سپر ګرځوي. په تیراه دره کې هم همدا کار شوی ، کورونه ی د باروادي موادو ګودامونه ګرځولې وو، جوماتونه ی د پناخ ځایونوپه توګه کارول، ښځې او ماشومان ی د انساني سپر په توګه کارولي دي. :  دغه تاکتیک د ترهګرۍ په تاریخ کې تل کارول شوی، تر څو خپله بقا خوندي کړي او د دولت عملیات بدنام کړي

نورخبرونه

 د ضلع خیبر په  وادي تیراه کې د وسله والو په ټریننګ مرکز کې چاودنه

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *