تازه خبرونه

د هرمز تنګي بحران: چین د ایران ملاتړ وکړ

د هرمز تنګي بحران: چین د ایران ښکاره ملاتړ وکړ. د چین د دفاع وزیر اډمیرل ډونګ جن مهم بیان ورکړی او د امریکا د ناکه بندۍ د ګواښ په اړه یې د بیجینګ سخت غبرګون څرګند کړی دی
چین د هرمز تنګي په اړه د ایران کنټرول منلی او د امریکا مداخله یې رد کړې ده. د چین د دفاع وزیر ویلي چې له ایران سره د انرژۍ تړونونو ته به بشپړ درناوی کېږي

چین د هرمز تنګي په اړه د ایران کنټرول منلی او د امریکا مداخله یې رد کړې ده. د چین د دفاع وزیر ویلي چې له ایران سره د انرژۍ تړونونو ته به بشپړ درناوی کېږي


د هرمز تنګي د زیاتېدونکي نړیوال کړکېچ په ترڅ کې چین د ایران ښکاره ملاتړ کړی دی. د چین د دفاع وزیر اډمیرل ډونګ جن په څرګندو ټکو ویلي چې د چین سمندري بېړۍ د هرمز تنګي له لارې خپل تګ راتګ ته دوام ورکوي او بیجینګ د ایران سره د ټولو تجارتي او انرژۍ تړونونو بشپړ درناوی کوي ۔

د چین دریځ او د نړیوالو ځواکونو ته خبرداری

د چین د دفاع وزیر ویلي چې هرمز تنګی د ایران تر کنټرول لاندې دی او دا لاره د چین د تجارتي اړتیاوو لپاره پرانیستې ده. هغه نړیوالو ځواکونو ته خبرداری ورکړی چې د چین په چارو کې له مداخلې ډډه وکړي. اډمیرل ډونګ جن زیاته کړې چې چین په نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره ژمن دی او د منځني ختیځ وضعیت په دوامداره توګه څاري ۔

د امریکا ګواښ، د چین غبرګون او ستراتیژیک اغېز

بل لور ته د امریکا له لوري د ممکنه سمندري ناکه بندۍ د ګواښ په وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت سخت غبرګون ښودلی دی. چین ویلي چې دا مهم سمندري لاره باید خوندي، باثباته او بې له خنډه پاتې شي او د هر ډول یو اړخیز اقدام ملاتړ نه کوي. شنونکي وایي چې د چین دا دریځ د ایران موقف پیاوړی کوي او د امریکا لپاره وضعیت نور هم پېچلی کوي، ځکه چین د خپلې انرژۍ لویه برخه له همدې لارې ترلاسه کوي۔

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *