تازه خبرونه

د نوي کال زیرې:  پاکستان حکومت اولس لپاره لوی ریلیف اعلان کړې

د پاکستان حکومت لوري په هیواد کې د پیټرولیم مصنوعاتو د نرخونو کمولو اعلان شوې دې
د پاکستان اولس د حکومت دې پریکړې ستاینه کړې ده

د حکومت لوري د پیټرولو قیمت له ۱۰ روپو زیات راټیټ شوې دې

د پاکستان حکومت له لوري د پټرولیم توکو په بیو کې د پام وړ کموالې اعلان شوې دې

د پاکستان اولس د حکومت دې پریکړې هرکلې کړې دې او دا ی د نوي کال ۲۰۲۶ په موقع عوام ته ریلیف ورکولو په لړ کې مهم ګام بللې دې، پوهان وایی چې دې سره به هیواد کې د یو شمیر توکو قیمتونه او راټیټ شي

د پیټرولیم څانګې د خبرپاڼې له مخې، د پیټرولو په نرخ کې ۱۰ روپۍ او ۲۸ پیسې راټیټ شوې دې  او نوې بیه یې هر لیټر ۲۵۳ روپۍ او ۱۷ پیسې ټاکل شوې

دلته دا مهمه ده چې یادونه وشی چې دا نوي نرخونه به نن شپې ۱۲ بجو وروسته په عملي توګه نافذ شوي

د خبرپاڼې پر بنسټ، د ډیزلو یو لیټر نرخ ۸ روپۍ او ۵۷ پیسې راکم شوې دې او نوې بیه یې هر لیټر ۲۵۷ روپۍ او ۸ پیسې وټاکل شوه

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *