تازه خبرونه

د ملک نصیر کوکي خیل نیولو په ضد به د اتوار په ورځ لوی احتجاج کوي: ځوان کوکي خیل

د ملک نصیر کوکي خيل په ضد ریاستي ادارو په ضد وینا کولو او د مرګ ګوښونه کولو مقدمې درج شوي او هغه ترننه پورې په بندي خانه کښې قید دې
د ملک نصیر کوکي خیل نیولو په ضد به د اتوار په ورځ لوی احتجاج کوي: ځوان کوکي خیل

ملک نصیر کوکي خیل په مشرۍ کښې په سلګونو شمیر قبایلي مشرانو او ځوانانو د تیراه متاثرینو د حقونو لپاره د پیښور او تورخم لار تر دو میاشتو هرقسم تګ راتګ لپاره تړلې وه

د یکشنبې په ورځ، د سهار ۱۰ بجې به د جمرود بابِ خیبر په ځای به د ځوان کوکي خېل اتحاد له لوري د ملک نصیر کوکي خېل د غیرقانوني نیولو پر ضد د ټولو سیاسي ګوندونو کانفرنس او احتجاج کوو

ملک صفدر علي افریدي، چې د ځوان کوکي خیل تنظیم مشر دې ، په ډسټرکټ پریس کلب رجسټرډ لنډي کوتل کښې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې په سیمه کښې د روانې ناامنۍ او د ملک نصیر کوکي خېل د نیولو پر ضد دغه ټولګوندیز کانفرنس رابلل شوی دی، چې پکې به ټولو سیاسي ګوندونو، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو، وکیلانو، د رسنیو کارکوونکو، ټولنیزو فعالانو، قومي مشرانو او ملکانو، زده کوونکو ، سیمه ییزو تنظیمونو مشرانو او د مختلفو مذهبونو او فکر مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې ده

نوموړي وویل چې د ملک نصیر د خوشې کولو لپاره به یو پرېکنده تحریک پیل کړي

هغه زیاته کړه چې د دې کانفرنس د میډیا کوريج لپاره د ډسټرکټ پریس کلب لنډي کوتل ټولو خبریالانو ته په رسمي ډول بلنه ورکوو

په خبرو کښې هغه تور ولګول چې ادارې قبایلي سیمو مشرانو سره ظلم کوي او چې څوک ددوی په ضد مبارزه کوي نو ددې مشرانو غږ ټیټوي

ملک نصیر کوکي خیل ولې په قیدخانه کښې دې ؟

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې ملک نصیر کوکي د تیراه متاثرینو د بیرته ستنیدو او ددوی د حقونو لپاره د پیښور او تورخم لویه لار څه دوه میاشتې د بهګیاړي په چیک پوسټ تړلې وه ، دوی احتجاجي پرلت کړې وو چې له وجهې ی د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ته په اربونو روپۍ زیان رسیدلې وو.

د ملک نصیر کوکي خیل په ضد د ریاستي ادارو په ضد ویناوې کول ،سرکاري او فوځي مشرانو ته د مرګ ګواښون کول او حکومتي رټ چیلنج کولو مقدمو کښې په قید دننه کړې شوې دې.

د خیبرپښتونخوا کوهاټ پولیسو له لوري یو ایف آی ار کښې بیان شوي چې ملک نصیر د ریاستي ادارو په ضد ویناګانې او ګواښونه کول او افسرانو له ی د مرګ ګوښونه ورکول چې له امله ی هغه حکومت ادارو ته مطلوب دې او ترننه پورې هغه په بندي خانه کښې دې

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *