تازه خبرونه

د عام اولس زور: نیپال کې پر سوشل میډیا لګول شوې بندیز لرې شو

وړمه ورځ په زرګونو شمیر کې ولسي وګړي د نیپال پلازمینې واټونو ته را اووتل او په سوشل میډیا د بندیز وروسته د پارلیمان مخې ته له تاوتریخوالي ډک احتجاج پیل کړو
نیپال عوام په سوشل میډیا بندیز وروسته مظاهرې وکړې او پولیسو ۱۶ عام وګړي هم اووژل.

نیپال کې حکومت عام اولس ته ټیټ شو او په سوشل میډیا لګول شوې بندیز ی اوچت کړو.

 د ټولنیزو رسنیو د بندیز پر ضد خونړي مظاهرې، وزیر داخلې استعفا وکړه، په دې مظاهرو کې  شل ۲۰ مړه شول او د پولیسو په ګډون ۲۵۰ کسان ټپیان شول.   

کټمنډو– په نیپال کې د ټولنیزو رسنیو پر بندیز او فساد پر ضد زرګونه ځوانان د پلازمېنې کټمنډو واټونو ته راوتلي وو. کله چې مظاهره کوونکو د پارلمان پر لور د تګ هڅه وکړه، پولیسو ورباندې د ربړ ګولۍ وویشتې، د ډنډو کارول، اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو توپونه وکارول .

د وزیر داخله استعفا

د مظاهره کوونکو پر ضد د سخت کریک ډاون له امله د نیپال د کورنیو چارو وزیر رامیش لیکهاک استعفا وکړه او خپله اخلاقي ذمه‌واري یې ومنله. د زیاتېدونکې کشمکش له امله په کټمنډو او یو شمېر نورو ښارونو کې ګرځبندیز لګول شوی دی.

تېره اوونۍ د نیپال حکومت د نوو راجسټر قوانینو د نه عملي کېدو له امله پر ۲۶ ټولنیزو رسنیو سایټونو بندیز لګولی و. د وزیر داخلې نږدې سرچینو ویلي چې استعفا ولسمشر ته سپارل شوې او منل شوې ده. سیاسي شنونکي وايي چې اوسنی حکومت تر سخت فشار لاندې دی او ښایي نورې استعفاوې هم وشي.

د وزیراعظم اپیل

د نیپال وزیراعظم خلکو ته په خپل پیغام کې له تاوتریخوالي ډډه کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې حکومت د ولس غوښتنې اورېدو ته چمتو دی، خو په هېواد کې فضا لا هم ترینګلې ده

د مظاهرو وروسته له سوشل میډیا بندیز لرې شو

د تاوتریخوالي  او خونړیو پیښو ډکې  مظاهرو وروسته، حکومت په پای کې خپله پرېکړه بېرته واخیسته او له ټولنیزو رسنیو ی بندیز اوچت کړو. .

د حکومت ویاند او د اطلاعاتو وزیر پرتوي سباګرونګ اعلان وکړ چې په ټول هېواد کې د ټولنیزو رسنیو بندیز ختم شوی او خلک کولای شي یو ځل بیا فیسبوک، ایکس (ټویټر)، یوټیوب، انسټاګرام، ویبو او نور پلیټفارمونه وکاروي.

باید یادونه وشی چې ددغو مظاهرو په مهال پولیسو له لوري په مظاهره کوونو د شیلنګ او ربړ ګولۍ ویشتلو په پایله کې ۱۶ کسان وژل شوې وو.   دلته دا خبره هم مهه ده او باید یادونه وشی چې نیپال حکومت په هیواد کې د کوم نماینده نه ټاکلو او په حکومتي کچه د رجسټریشن نه کولو له امله په فیس بک ،ایکس، یوټیوب سره سره په ۲۶ ایپلیکیشنز او پلیټ فارمونو باندې  بندیز لګولې وو.

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *