تازه خبرونه

 د شهیدانو په جنازه کې ګډون نه کول: وزیردفاع په ګنډاپور او پي ټي آیی مشرانو سختې نیوکې کړي

وزیرفاع خواجه آصف په پی ټي ایی مشرانو نیوکې کړي او ویلي ی دي چې دوی د چا سره ولاړ دي.
د پي ټي ایی مشران د سختو نیوکو لاندې راغلي دي.

د بنو برید د شهیدانو په جنازه کې پي ټي آی مشرانو ګډون نه دې کړې چې له امله ی حکومتي مشرانو په دوی نیوکې کړي دي.

اسلام آباد: د بنو شهیدانو په جنازه کې ګډون د پي ټي آیی مشرانو ګډون نه کولو وروسته د دفاع وزير خواجه آصف سخت غبرګون مخې ته راغلې او ویلي ی دي چې د پي ټي آي مشران  دې روښانه کړي چې دوی له چا سره ولاړه دي؟

دفاع وزير خواجه آصف د خيبر پښتونخوا په وزيراعلی علي امين ګنډاپور او د تحریک انصاف مشرتابه باندې  نيوکه کړي دي. .

هغه په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: “پي ټي آي دې وښيي چې د دې جګړې په ډګر کې د چا ترڅنګ ولاړه ده؟ ايا د وطن د شهيدانو ترڅنګ او که د هغو هندي تمويل شوو ترهګرو ترڅنګ چې له افغانستانه راځي؟”

د آصف په وينا، په جنوبي وزيرستان کې د عملياتو پر مهال له افغانستانه د هند په ملاتړ راغلو ترهګرو ۱۲ پوځيان شهیدان کړل، خو د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی او د پي ټي آي هېڅ استازی د شهیدانو په  جنازه کې حاضر نه شول. .

دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې په جنازه کې وزيراعظم شهباز شريف، د پوځ مشر فیلډ مارشل سید عاصم منير او نور لوړپوړي چارواکي موجود وو.وزيراعظم په دې موقعه وویل چې افغانستان ته په څرګندو ټکو ويل شوي چې باید د پاکستان او ترهګرو ترمنځ يو انتخاب وکړي. سياسي شنونکي وايي چې د دفاع وزير توندې څرګندونې د وفاقي حکومت او پي ټي آي ترمنځ شخړه  لا پسې زياتولی شي. خو پوښتنه پر ځای ده چې ولې د هغه ايالت وزیر اعلی په جنازه کې ګډون ونه کړ، په داسې حال کې چې پېښه په همدې صوبه کې رامنځته شوې ده.

نورخبرونه

ترهګر له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کوي: وزیراعظم شهباز شریف

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *