تازه خبرونه

د امریکا شل کلن یرغل پر مهال افغانستان کړاونه زغملي: مجاهد

د افغانستان اسلامي امارت ویاند په خپل تازه بیان کې ویلي دي چې افغانستان بشپړه خپل حاکمیت لري او بګرام هوایی اډه چاته هم نه ورکول کیږي.
افغانستان له ټولو هیوادونو سره یو ځیر او متوازي اړیکې غواړي: مجاهد

د افغانستان حکومت ویاند ذبیح الله مجاخد ویلي دي چې افغانستان نور د بهرني کنټرول ځای نه دې

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د العربیه ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي دي  چې امریکا باید له افغانانو سره د سیاسي، دیپلوماتیکو او معقولو لارو چارو له مخې اړیکې وساتي.

هغه په ډاګه کړه چې افغانان به په خپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونو شتون ونه مني او خبرداری یې ورکړ چې زیانمن اقدامات حتمي ناوړه پایلې لري.

 
“د اسلامي امارت حکومت ویاند اوویل چې د  امریکا د شل کلن یرغل پر مهال افغانستان په دوامداره توګه کړاوونه زغمل. اوس یرغل پای ته رسېدلی دی. افغانستان نور د بهرني کنټرول ځای نه دی، زیاته ی کړه او ټینګار ی وکړو چې دا هېواد د سیاسي تعامل او معقول تعامل حق لري، څو خلک یې په خپلو پښو ودریږي.

د افغانستان د بهرنیو اړیکو په اړه هغه د متوازن دریځ یادونه وکړه او وی ویل چې افغانستان له چین سره د بې طرفه او متوازن بهرنۍ تګلارې پر بنسټ اړیکې لري او له امریکا سره هم د ښو اړیکو غوشتنه کوي. مونږ به هیڅکله خپل هیواد د سیالیو ډګر ته پرې نه ږدو.

 د بګرام هوايي اډې په اړه ښاغلي مجاهد بیا ټینګار وکړ
“بګرام د افغانستان برخه ده او هېچا ته نه ورکول کېږي. افغانستان د بې‌طرفه بهرنۍ تګلارې ژمن دی، له ټولو ستر قدرتونو سره د متوازنو اړیکو غوښتونکی دی، او د بهرني رقابت لپاره به خپله حاکمیت هېڅکله قرباني نه کړي.”

هغه زیاته کړه چې د بګرام په اړه د امریکا وروستۍ څرګندونې ناسمي دي، او دا یې په ډاګه کړه چې اسلامي امارت په خپلواک ډول له خپلې خاورې سره چلند کوي او افغانستان په بشپړ ډول خپلواکه حاکمیت لري .

نورخبرونه

افغانستان او پاکستان باید له خبرو اترو لارې شخړې هوارې کړي: ذبیح الله مجاهد

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *