تازه خبرونه

د امریکا اولس مشر هند ته خپل سفر لغوه کړې

اقتصاد پوهان وایی چې له امریکا لوري په هند زیات ټیکس لګولو ګټه به سیمه ایزو هیوادونو ته لاړه شی ځکه دا هیوادونه به په امریکا کې خپلو توکو لپاره مارکیټ پیدا کړي
د امریکا اولس مشر هند ته خپل سفر لغوه کړې

څو ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ له روسیې څخه د تیلو د وارداتو په اړه پر هندي توکو ۵۰ سلنه ټیرف (محصولات) لګولو وروسته د سوداګریزو خبرو اترو نه منلو اعلان کړی و

په رسینو خپاره راپورونه وایی چې ټاکل شوې وه چې د امریکا اولس مشر ټرمپ په هند کې پهڅلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي، خو اوس یې سفر لغوه کړی دی
امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز ویلي دي چې ټرمپ د څلور اړخیزې غونډې لپاره د هند د سفر هېڅ اراده نه لري او د روان کال لپاره یې د هند د سفر پلانونه ختم کړي دي
یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې ولسمشر ټرمپ له روسیې څخه د تیلو د وارداتو په اړه پر هندي توکو ۵۰ سلنه ټیرف (محصولات) لګولو وروسته د سوداګریزو خبرو اترو نه منلو اعلان کړی و
کله چې په اوول آفیس (سپینې ماڼۍ دفتر) کې خبریالانو له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل چې ایا د هند پر ضد د درنو محصولاتو تر اعلان وروسته لا هم د نورو خبرو تمه لري؟ نو هغه په ځواب کې ویلي وو
: “تر هغه مهاله نه، تر څو چې موږ دا د ټیرف ستونزه هواره نه کړو.”
په ډاګه ده چې د هند او امریکا تر منځ د سوداګریزو اړیکو او محصولاتو په اړه له ډېرو ورځو راهیسې خبرې روانې وې او د نوي ډیلي دریځ دا و چې د خبرو له لارې به پر ټولو ستونزو بریالي شي
دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې امریکا ولسمشر پر هندي توکو د ۲۵ سلنه اضافي محصولاتو اعلان هم کړی و، چې په دې سره اوس پر هندي توکو په ټولیز ډول ۵۰ سلنه مالیه لګېدلې ده
دلته دا هم مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې اقتصاد پوهان وایی چې که امریکا په هند زیاتو ټیکسونو لګولو ته دوام ورکړي نو ددې ګټه به سیمه ایزو هیوادونه ته لاړه شی ځکه دا هیوادونه به په امریکا کې د خپلو توکو لپاره مارکیټ پیدا کړي

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *