تازه خبرونه

د امریکا اولسمشر د غزه لپاره ۲۱مادې سولې پلان وړاندې کړې

د امریکا ولسمشر منځني ختیځ لپاره ځانګړې استازې سټیو ویلي دي چې امریکا له ایران سره د خبرو اترو کولو غوښتونکې ده
کله نه چې د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د دفاع تړون لاسلیک شوې ، د بګرام هوایی ډګر په اړه داسې توده بیانونه مخې ته راځي

د امریکا ولسمشر ټرمپ د بګرام هوایی ډګر د بیا نیولو په اړه د نړۍ هیوادونو غبرګونونه مخې ته راغلي دي

امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د منځني ختیځ او غزه کې امن او ثبات راوستلو  لپاره د ۲۱ نکاتي سولې پلان وړاندې کړې دې.

د امریکا د ولسمشر منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي ، سټیو وټکوف، په بیان کې ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ او غزه کې  د سولې لپاره ۲۱ نکاتي پلان د مسلمانانو هیوادونو مشرانـو ته وړاندې کړې دې. .

د هغه په وینا، دا پلان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې ځینو مشرانو ته سپارل شوی دی. :

 هغه وایی چې موږ ډاډه یو چې په راتلونکو څو ورځو کې به د غزې په تړاو د کوم پرمختګ اعلان وکړای شو.

سټیو وټکوف همدارنګه وویل او ټینګار ی وکړو  چې له ایران سره خبرې روانې دي، خو ایران سخت دریځي خپله کړې ده، زیاته ی کړه چې  موږ له ایرن سره خبرو غوښتنونکي یو.

 یادونه کېږي چې تېر ماښام ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نیویارک کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره ولیدل. دغه ناسته شاوخوا ۵۰ دقیقې روانه وه او د غزه په ګډون د منځني ختیځ پر حالاتو پکې تفصیلي خبرې وشوې . .

په دې لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترڅنګ د ترکیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، قطر او اندونیزیا مشران هم ګډون درلود.

له ناستې وروسته ولسمشر ټرمپ له رسنیو سره په خبرو کې دا لیدنه ډېره بریالۍ وبلله او ویې ویل چې د غزه په اړه دې مشرانو سره زموږ دا ډیره بریالۍ لیدنه وه.

ددې خبرې باید یادونه وشي چې وړمه ورځ هم ټرمپ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په خپله وینا کې په غزه کې د سمدسستي اوربند او د ټولو اسیرانو ازادول، له غزه څخه د اسرائيلو تدريجي وتل، هلته د اسلامي هيوادونو عسكر پلي کېدل او  له حکومته د حماس حذف او د غزه بیاودانولو په اړه وړاندیز کړې وو.

نورخبرونه

 ډونلډ ټرمپ بيا وئيلی دی د پاکستان او هند ترمينځ جنګ بندی د هغه په کوششونو شوي وه

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *