تازه خبرونه

د افغانستان طالبانو عبوري حکومت پاکستان ته د پلاوي سفر لغوه کړې

د افغانستان طالبانو عبوري حکومت دا پریکړه په داسې وخت کې کړې چې دوی دریځ لري پاکستان د افغانستان حریم نقص کړې دې او ویلي ی دي چې دا کار د منلو نه دې
پاکستان په استنبول مذاکراتو کې ښکاره دریځ وړاندې کړل چې هغه کسان چې پاکستان لپاره ګواښ دې باید ددوی په ضد افغان طالبان اقدام وکړي

د افغان طالبانو خارجه وزیر دا تور هم پاکستان رد کړې دې چې ګني پاکستان غواړي امریکا یو ځل بیا افغانستان ته راشي

د افغانستان طالبانو عبوري حکومت پاکستان ته د خبرداري سره سره پاکستان د خپل یو پلاوي سفر هم لغوه کړې دې، د افغان عبوري حکومت پریکړه په داسې وخت کې راغلې چې د ۱۱ او ۱۲ م اکتوبر په شپه افغان ځواکونو د پاکستان په سرحدي سیمو کې په یو شمیر پاکستاني سیمو او پوستو بریدونه وکړه چې پکې پاکستان امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله واووښته.

د افغانستان د  طالبانو د عبوري حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ایکس پاڼه لیکلي دي چې دوی پاکستان ته د خپل پلاوي سفر لغوه کړې دې.

د افغانستان عبوري حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي دي چې پاکستان باید د افغانستان پر وړاندې منفي اقدامات ودروي، زیاته کړې ی ده چې که پاکستان دا کار و نه کړي  نو له جدي او نه اټکل کېدونکو پایلو سره به مخ شي، په ایکس پاڼه پیغام کې ی ویلي دي چې دوی پاکستان ته د پلاوي سفر هم لغوه کړې دې. دلته مهمه ده او باید یادونه وشي چې د ۱۱ او ۱۲م اکتوبر په شپه افغان طالبانو د پاکستان په یو شمیر سرحدي سیمو برید وکړو، د آیی ایس پي آر د ویاند ترمخه ددوی امنیتي ځواکونو د افغان طالبانو دې برید ته سخت غبرګون وښود او د پاکستان پوځی سرتیرو د ملک او وګړو دفاع وکړه ، د ویاند بیان ترمخه دوی په ځوابي برید کې ۲۰۰ افغان طالبان جنګیالي او د ټي ټي پي ترهګرې ډلې غړي له منځه وړي دي، ویاند ویلي دي چې په سرحدي سیمو کې د ترهګرو په ضد دا اپریشن په دوام وکړي.

نورخبرونه

د طالبانو ۲۰۰ سرتیري او خوارج  مو له منځه وړي: آیی ایس پی آر

 افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *