اسلام‌اباد – د افغانستان د ملي فوټبال لوبډله نن (پنجشنبه) د ۲۰۲۷ د آسیا ملتونو جام مقدماتي سیالیو په لړ کې له پاکستان سره یوه حساسه لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د لوبډلې لوبغاړي او فني کارکوونکي پرون (چهارشنبه، د میزان ۱۶مه) د تورخم له لارې اسلام‌اباد ته روان شوي، څو ځانونه د سیالۍ لپاره چمتو کړي.

د فدراسیون په وینا، هغه لوبغاړي چې له هېواده بهر مېشت دي، د هوا له لارې پاکستان ته راځي او ویزې به د اسلام‌اباد په نړیوال هوايي ډګر کې ترلاسه کړي.

په همدې حال کې، یو شمېر روزونکو د کوربه هېواد له خوا د ویزو د صادرېدو په ځنډ ناخوښي څرګنده کړې او دا یې د ملي لوبډلې د چمتووالي پر بهیر منفي اغېز بللی.

دوه ورځې وړاندې، د افغانستان فوټبال فدراسیون د ویزو د ځنډ له امله د آسیا فوټبال کنفدراسیون ته رسمي شکایت ثبت کړی. خو ځینې پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د دې ځنډ اصلي لامل خپله د افغانستان فدراسیون دی، چې د ویزې رسمي غوښتنه له ټاکلي وخت وروسته استولې ده.

دا لوبه د پاکستان په کوربتوب د اسلام‌اباد په ښار کې ترسره کېږي، او ټاکل شوې ده چې ماسپښین ۱:۰۰ بجې پیل شي.

یادونه باید وشي چې د افغانستان ملي لوبډله د تمریناتي کمپ د نشتوالي، د اوږده سفر ستړیا، او د اسلام‌اباد د میدان او هوا شرایطو سره د ناپېژندګلوي له امله له یو شمېر ننګونو سره مخ ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *