تازه خبرونه

د افغانستان امیرالمومنین شیخ هیبت الله اخوندزاده نوي وزیران او افسران ټاکلي

د افغانستان امیرالمومنین په امر د افغانستان د بیله بیلو ولایتونو او وزارتونو نوي وزیران ټاکل شوي دي
د افغانستان امیرالمومنین مولوي هیبت الله اخوندزاده نوي وزیران او افسران ټاکلي

د افغانستان طالبانو حکومت امیروالمومنین دا امر په داسې وخت کې راغلې چې افغان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند په سفر تللې دې

د افغان طالبانو عبوري حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو سره یو راپور شریک کړې دې، په راپور کې ی ویلي دي چې د افغانستان امیروالمومنین شیخ هیبت الله اخونزاده له یو امر له لارې د هیواد بیله بیلو ولایتونو کې نوي وزیران او افسران ټاکل کړي دي.
د امیر امر له لارې د نیمروز ولایت مخکنۍ والي شیخ محمد قاسم خالد د کورنیو چارو وزارت د نشیی توکو په وړاندې د مبارزې معین په توګه ټاکل شوې دې او حاجي محمد وزیر بادشاه د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو معین په توګه ټاکل شوې دې.
ملا عبدالحق همکار چې د کورنیو چارو وزارت د نشیی توګو په وړاندې د مبارزې مخکمۍ معین وو د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معید په توګه ټاکل شوې دې او د باغیس ولایت مخکنۍ والي حافظ محمد امنی جان عمري د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د مالي او اداري معین توګه ټاکل شوې دې.
د خوست ولایت پخوانۍ والي مولوي عبدالقیو روحاني د ۲۰۳ قول اردو د قوماندان به توګه ټاکل شوې، ملا محمد حنیف حمزه د بادغیس ولایت د والي په توګه او مولوي عبدالمنان محمود د نیمروز ولایت د والي په توګه ټاکل شوې دې.

د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مخکنی معین مولوي عبدﷲ مختار، د خوست ولایت د والي په توګه، د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکنی قومندان قاري محمد اسماعیل راسخ، د جوزجان ولایت د امنیه قومندان په توګه او د د زابل ولایت مخکنی مرستیال مولوي محب ﷲ حماس، د ننګرهار ولایت د امنیه قومندان په توګه ټاکل شوې دې.
د امیروالمومنین له امر لارې د میدان وردګ ولایت مخکنی مرستیال حافظ سید الرحمن، د زابل ولایت د مرستیال په توګه او د ننګرهار ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا فرید ﷲ قیام، د میدان وردګ ولایت د مرستیال په توګه مقرر شوې دې.
د افغان طالبانو عبوري حکومت ویاند په مراسله کې وایی چې د لوګر ولایت د سرحدونو او قبائلو چارو مخکنی رئیس مولوي سردار محمد مدني، د غزني ولایت د مرستیال په توګه ، د جوزجان ولایت مخکنی امنیه قومندان مولوي عبدالستار صابر، د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د رئیس ارکان په توګه اود غزني ولایت پخوانۍ مرستیال حافظ عبدالرشید ته د خوست ښاروال څوکۍ ورسپارل شوې ده. 

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *