تازه خبرونه

دموسمياتي بدلون ذمه وار لوئي او طاقتور ملکونه دي ولې د دې د تباهۍ بوج کمزوري ملکونه برداشت کوي،وزيراعظم شهباز شريف

نړي واله ټولنه دې موسمياتي بدلون نه متاثره هيوادونو سره د مالياتي تعاون لوظونه پورا کړي،کلائميټ کانفرنس ته د وزيراعظم وينا
دموسمياتي بدلون ذمه وار لوئي او طاقتور ملکونه دي ولې د دې د تباهۍ بوج کمزوري ملکونه برداشت کوي،وزيراعظم شهباز شريف

موسمياتي بدلون او قدرتي آفتونوپاکستان ډير متاثره کړې،وزيراعظم

وزيراعظم شهباز شريف نيويارک کښې د متحده قامونو جنرل سيکرټري انتونيوګوټريس او د برازيل صدر لولا ډيسلوا په مشرۍ کښې موسمياتي بدلون متعلق کانفرنس کښې شرکت کړې او دې غونډې ته ئې وينا هم کړېده ۔ په خپل تقرير کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د کاربن ګيسونو اخراج کښې د پاکستان برخه د نشت برابر ده خو بيا هم موسمياتي بدلون نه متاثره ملکونو کښې شامل يو ۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماحولياتي تباهۍ او موسمياتي بدلون د اثراتو په وجه پاکستان کښې راغلې سيلابونو د نقصاناتو ذکر کړې او وئيلي ئي دي چې ۲۰۲۲ کښې راغلې سيلابونو لوجې د پاکستان د ۳۰ ارب ډالر نه زيات نقصان شوې وو، د وزيراعظم وينا وه چې اوسني بارانونو او د کلاؤډبرسټ واقعاتو لوجې د ۱۰۰۰ نه سيوا کسان مړه شوي او۴۰۰۰کلو ته زيان رسيدلې دے ۔ وزيراعظم زياته کړيده چې هيڅ يو ملک هم په خپل سر د موسمياتي بدلون د خطرو د مخنيوي مقابله نشي کولے دې لپاره د مشترکه تګ لارې ضرورت دے بايد چې نړي واله ورورلي زمونږ د راتلونکي نسلونو د تحفظ لپاره خپلې ذمه وارې پورا کړي او ماحولياتي تحفظ دې يقيني کړي ۔ وزيراعظم شهباز شريف د ماحولياتي تحفظ لپاره د حکومت لخوا پورته شوي اقداماتو ذکر هم کړېدے وئيلي ئي دي چې د ګيسونو اخراج د مخ نيوي او صفا ماحول لپاره کوششونه جاري دي په لويه پيمانه ملک کښې اوني بوټي نال کولې شي ، د توانائۍ ضرورتونه پورا کولو لپاره ماحول دوست پن بجلۍ د منصوبو حوصله افزائي کوؤ دې سره سره شمسي او نيوکلئير توانائۍ ته وده ورکولې شي ۔ وزيراعظم په لوئي او طاقتور ملکونو زور راوړېدے چې د موسمياتي بدلون د مخ نيوي لپاره دې کمزورې او متاثره ملکونو له قرضې ورکولو په ځائې دې ملکونو سره امداد وکړي ۔

Related Articles

تجزیه کاران وايي دا ماده مبلغین حکومتي استازي ګرځوي، څو د شیخ هبت الله اخندزاده مطلق واک او نه‌چیلنج کېدونکې واکمني ومنل شي

April 30, 2026

د دې تړون هدف دا دی چې ناکام کډوال د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستول شي، دا تړون د مې په اوومه په تاشکند کې کېږي

April 30, 2026

د اتحاد ایئرلائنز ۱۵ پاکستاني کارکوونکي له دندې لرې کړي، او یو ۱۸ کلن خدمت لرونکی کارکوونکی ته هم د ۴۸ ساعتونو کې د هېواد پرېښودو امر شوی دی

April 30, 2026

د هند د ټاکنو کمېسیون د ځانګړې بیاکتنې لاندې په لوېدیځ بنګال کې شاوخوا ۹۱ لکه رایه ورکوونکي له نوملړ څخه ایستل شوي دي

April 30, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *