تازه خبرونه

داخله وزير محسن نقوي په يو ورځنې دوره کابل ته تلې دې،مهم ملاقاتونه به کوي

داخله وزير محسن نقوي د افغانستان دوره او مهم ملاقاتونه
پاک ۔ افغان اړيکو کښې مهم پرمختګ،داخله وزير محسن نقوي دوره کابل

داخله وزير محسن نقوي د افغانستان دوره او مهم ملاقاتونه

محسن نقوي به خپل هم منصب سراج حقاني سره دوه اړخيزه اړيکو او پولو په صورتحال خبرې کوي

د پاکستان او افغانستان اړيکو کښې مهم پرمختګ رامخې ته شويدے،دواړو ګاونډي هيوادونو ترمينځ تعلقات نور مضبوطولو لپاره د رابطو او حکومتي چارواکو د دوره سلسله جاري ده ۔ داخله وزير محسن نقوي او د افغانستان لپاره د پاکستان خصوصي استازې محمد صادق خان د کابل په يو ورځنې دوره دي ۔ د خپلې دورې په مهال به محسن نقوي د افغان هم منصب سراج الدين حقاني او نور لوړ پورې افغان چارواکو سره ملاقاتونه کوي ۔ د ملاقاتونو په مهال به د دواړو هيوادونو پولو سيکيورټۍ،دوه اړخيزه اړيکو پراختيا،ترهه ګرۍ خلاف روان جنګ او د سيمې امن و استحکام لپاره شريک کوششونه کولو نه علاوه د شريکې دلچسپې په معاملو خبرې کيږي ۔ سفارتي سرچينو له مخې افغان چارواکو او محسن نقوي ترمينځ ملاقاتونو کښې به د افغان مهاجرينو د واپسۍ، په پولو د تګ راتګ او افغان تاجرانو د ستونزو په معامله هم غور کيږي ۔

پاکستاني حکومتي چارواکو د کابل سفرونه او هيلې

داخله وزير محسن نقوي د افغانستان دورې نه درې ورځې مخکښې خارجه وزير او نائب وزيراعظم اسحاق ډار هم کابل ته تلې وو او د افغانستان وزيراعظم حسن اخوند نه علاوه خپل هم منصب امير خان متقي او داخله وزير حقاني سره ګټه ور ملاقاتونه کړي وو۔ دې ملاقاتونو کښې د دواړو ملکونو چارواکو د رابطو او ملاقاتونو دا سلسله جاري ساتلو باندې اتفاق کړي وو۔ د خارجه وزير اسحاق ډار د کابل سفر په مهال د پاکستان،افغانستان او ازبکستان ترمينځ ريل پټلۍ د خورولو په تاريخي معاهده هم لاس ليک شوي وو ۔ د اپريل مياشت نه راپديخوا د دواړو ملکونو د حکومتي چارواکو ترمينځ د رابطو او د يوبل ملکونو دورې کولو سلسله کښې تيزي راغلې ده، سفارتي ماهرينو او تجريه کارو دا دورې او ملاقاتونه د دواړو هيوادونو او اولسونو د فائدې لپاره مهم ګرځولي دي ، په خصوصي توګه منطقه کښې رامخې ته شوي واقعاتو نه پس د دواړو ملکونو ترمينځ ښه تعلقات قائميدل د وخت مهم ضرورت دے، امکان دې د رابطو او ملاقاتونو دې سلسله کښې به افغان خارجه وزير مولوي امير خان متقي هم ډير زر د اسلام آباد دوره وکړي ۔

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *