تازه خبرونه

خېبر پښتونخوا کښې سیلابونوله امله د اوښتي زېان رپورټ جاري شوې

په خیبرپښتونخوا کې تر ټولو ډېر زیانمن شوی ولسوالۍ بونیر دی، چې هلته د مړو شویو کسانو شمېر یوازې ۳۳۷ کسانو ته رسېدلی دی
خېبر پښتونخوا کښې سیلابونوله امله د اوښتي زېان رپورټ جاري شوې

د پی ډي ایم اې ویاند وایي چې د دوی ایمرجنسي آپرېشن سنټر په بشپړ ډول فعال دی.

پېښور: د پی ډي ایم اې راپور لوري د سیلابي څپو او سختو د بارانونو له امله ۴۰۶ کسان مړه او ۲۴۷ ژوبل
د پی ډي ایم اې د راپور له مخې، په خیبرپښتونخوا کې د اګست له ۱۵مې نېټې څخه تر اوسه پورې د طوفاني بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۴۰۶ کسان مړه شوي او ۲۴۷ نور ټپیان دي

راپور ښيي چې د مړو شویو کسانو کې ۳۰۵ نارینه، ۵۵ ښځې او ۴۶ ماشومان شامل دي، په داسې حال کې چې په ټپیانو کې ۱۷۹ نارینه، ۳۸ ښځې او ۳۰ ماشومان شامل دي

د راپور له مخې، یوازې د تېرو ورځو په ډی آی خان کې د کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۸ کسان مړه او ۴۸ نور ژوبل شوي دي.

پی ډي ایم اې وایي چې د وروستیو بارانونو او سختو سېلابونو له امله مالي زیان هم ډېر شوی دی. یوازې د کورونو د زیان اړولو شمېر ۳۵۲۶ کورونو ته رسېدلی، چې له دې جملې څخه ۵۷۷ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي دي

په خیبرپښتونخوا کې تر ټولو ډېر زیانمن شوی ولسوالۍ بونیر دی، چې هلته د مړو شویو کسانو شمېر یوازې ۳۳۷ کسانو ته رسېدلی دی

دغه پېښې د بونیر ترڅنګ په نورو ضلعو لکه سوات، مانسهره، باجوړ، شانګله او صوابي کې هم رامنځته شوي دي

پی ډي ایم اې د ټولو ضلعو انتظامیې ته امر کړی چې د مرستو او ریسکیو فعالیتونه چټک کړي او د اغېزمنو شویو خلکو عاجله مرسته وکړي.

د پی ډي ایم اې ویاند وایي چې د دوی ایمرجنسي آپرېشن سنټر په بشپړ ډول فعال دی، او د هر ډول پېښو د راپور ورکولو او معلوماتو لپاره د وړیا هیلپ لاین ۱۷۰۰ سره اړیکه ونیسئ

Related Articles

د پوتین دا د چین ۲۵م سفر دی چې د دواړو هېوادونو د دوستۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي

May 19, 2026

خلک له تشو شعارونو او نمایشي سیاست څخه ستړي شوي او د جدي مشرتابه غوښتنه کوي

May 19, 2026

په نوشکي کې د مسافرو وژنه او د جعفر ایکسپریس یرغمل ساتل د بې‌ګناه خلکو پر ضد کړنې بلل شوي دي

May 19, 2026

هند ته مهلت ورکړل شوی و خو ۱۵۵ ورځې تېرېدو سره یې ځواب نه دی سپارلی

May 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *