تازه خبرونه

خارجه وزيراسحاق ډار د هند لخوا سندطاس معاهدې خلاف ورزۍ معامله د متحده قامونو د مشرانو سره پورته کړيده

د متحده قامونو جنرل سيکټري او جنرل اسمبلۍ د صدر سره د اسحاق ډار ملاقاتونه،د سيمې په صورتحال خبرې شويدي
خارجه وزيراسحاق ډار د هند لخوا سندطاس معاهدې خلاف ورزۍ معامله د متحده قامونو د مشرانو سره پورته کړيده

متحده قامونو مشران دې کشمير مسئلې حل لپاره کردار ادا کړي،اسحاق ډار

خارجه وزيراسحاق ډار نيويارک کښې د متحده قامونو د جنرل سيکټري انتونيوګوټريس سره ليده کاته کړيدي او ورسره ئې د سيمې سيکيورټۍ،ترهه ګرۍ خلاف جنګ او نړي وال شخړو د حل لپاره د متحده قامونو کوششونو په معاملو خبرې کړيدي ۔ خارجه وزير اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالي کمولو لپاره د متحده قامونو د جنرل سيکرټري د کردار ستائينه کړيده او د هند حکومت لخوا د سند طاس معاهدې او په کشميريانو روان ظلمونو معامله ئې د انتونيوګوټريس سره پورته کړيده ۔ ملاقات په مهال اسحاق ډار د کشمير مسئله د سلامتي کونسل د قراردادونو مطابق حل کولو باندې زور راوړېدے ۔ د متحده قامونو جنرل سيکټري د سيمي د امن او استحکام او نړي وال شخړو د حل لپاره سلامتي کونسل کښې د پاکستان د کردار او د اصولي موقف ستائينه کړيده ۔ دواړو مشرانو د ايران اسرائيل تاؤ تريخوالي او فلسطين په معاملو هم خبرې کړيدي او غزه کښې ئې دفوري جنګ بندۍ مطالبه کړيده ۔

جنرل اسمبلۍ صدر سره د خارجه وزير اسحاق ډار ملاقات

خارجه وزير اسحاق ډار د جنرل اسمبلۍ د صدر فيليمون يانګ سره هم ملاقات کړېدے او ورسره ئې د شريکې دلچسپې په معاملو،افغانستان او سيمې سيکيورټۍ په صورتحال خبرې کړيدي ۔ د ملاقات دوران د موسمياتو بدلون او پاکستان بشمول نورو ملکونو باندې د دې اثراتو او مختلف ملکونو کښې د خوراکي بحران په معاملو هم د خيالاتو بدلون شوېدے ، خارجه وزير د فتنه هند پراکسيز په ذريعه پاکستان کښې بدامني خورولو معامله د جنرل اسمبلۍ د صدر سره پورته کړيده او وئيلي ئي دې چې نړي واله ټولنه دې د هند د جارحيت نوټس واخلي او د دې د مخنيوي کوششونه دي وکړي ۔ اسحاق ډار د نريندر مودي جارحانه رويه، پاکستان خلاف پروپګنډا مهم او د سند طاس معاهدې خلاف ورزۍ د سيمې د امن او استحکام لپاره خطره بللي ده ۔ د خبرو دوران د جنرل اسمبلۍ صدر د شخړو د پرامن حل او د اسلاموفوبيا خلاف د پاکستان د کوششونو ستائينه کړيده ۔

Related Articles

د ترهګرۍ ملاتړ: کابل نن د ټي ټي پي، القاعده او بي ايل اې په ګډون د شلو څخه زیاتو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناه‌ځای بلل کېږي

May 13, 2026

په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مشهور شیعه عالم حسین داد شریفي وحشیانه تشدد یو ځل بیا په هېواد کې د مذهبي لږکیو د ناامنۍ حالت څرګند کړی دی

May 13, 2026

د پاکستان ولسمشر د کوهاټ هغه زړور وګړي لیاقت شهید لپاره د هېواد دویم ستر ملکي اعزاز ستارۀ شجاعت منظوري ورکړې ده، چې د ترهګرۍ لویه طرحه یې ناکامه کړې وه

May 13, 2026

چین له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب هڅې چټکې کړي او د هرمز تنګي د بحالۍ لپاره خپل رول لا فعال کړي

May 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *