تازه خبرونه

جهنګ او سرګودها کې عملیات: ځانمرګی بریدګر او د “فتنه الخوارج” دوه ترهګر نیول شوي

د سي ټي ډي او حساسو ادارو په ګډو عملیاتو کې په جهنګ او سرګودها کې د “فتنه الخوارج” یو ځانمرګی بریدګر او دوه ترهګر نیول شوي، او په پنجاب کې پر پولیس پوستو د برید پلان ناکام شوی دی
پنجاب کې د ترهګرۍ لویه هڅه ناکامه شوه؛ له جهـنګ څخه ځانمرګی او له سرګودها څخه مطلوب ترهګر ونیول شول، ځانمرګی جاکټ او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شول

پنجاب کې د ترهګرۍ لویه هڅه ناکامه شوه؛ له جهـنګ څخه ځانمرګی او له سرګودها څخه مطلوب ترهګر ونیول شول، ځانمرګی جاکټ او چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شول

د پنجاب په ضلعو جهنګ او سرګودها کې د حساسو ادارو او سي ټي ډي په ګډو عملیاتو کې د “فتنه الخوارج” ډلې یو خطرناک ځانمرګی بریدګر او دوه ترهګر نیول شوي دي د عملیاتو پر مهال له دوی څخه ځانمرګی جیکټ او په لویه کچه چاودېدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي

فتنه الخوارج

د ویاند په وینا، لومړی عملیات په جهنګ کې ترسره شول، چیرې چې د “فتنه الخوارج” اړوند یو ډېر مطلوب ځانمرګی بریدګر ونیول شو له هغه څخه تیار ځانمرګی جیکټ او چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي، چې د معلوماتو له مخې هغه غوښتل د یو مهم هدف پر ضد وکاروي

بلخوا په سرګودها کې په بله مهمه عملیاتو کې یو بل ترهګر نیول شوی چې د حساسو ادارو پر ضد بریدونو کې لاس لري لومړنۍ څېړنې ښيي چې نیول شويو کسانو په پنجاب کې د پولیسو پر پوستو د لویو بریدونو پلان جوړ کړی و او د امرونو په تمه وو

امنیتي چارواکو ویلي چې د دې نیونو له لارې په سیمه کې د ترهګرۍ یوه لویه شبکه افشا شوې ده. نیول شوي کسان نامعلوم ځای ته لېږدول شوي او پلټنې ترې روانې دي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *