تازه خبرونه

بنو کې ترهګرو د امن لښکر په کمانډر قاري جلیل برید کړې دې

د نامعلومه ترهګرو په برید کې د امن لښکر ۷ اووه غړي شهیدان شوي دي او یو تن ټپي شوې دې
د خیبر پښتونخوا بنو او نورو قبایلي سیمو کې د امن لښکرو سره د ترهګرو نښتې رامنځته کیږي او ترواسه د امن لښکر ګنړشمیر غړي شهیدان شوي دي

فایل فوټو : اسامه، د بنو امن کمیټۍ یو غړې اسامه د ترهګرو په دې برید کې شهید شوې دې

بنو:  د هوید پولیس‌تاڼې  په حدود کې د درې دړیز په سیمه کې د حکومتي ملاتړ لرونکي امن لښکر پر کمانډر قاري جلیل ناڅرګندو وسله‌والو برید کړی دی. په برید کې د امن لښکر ۷ غړي وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی

سرچینې وایی چې د د سیمې فضا ترینګلې شوې ده او خلکو کې سخته ویره خپره شوې ده،راپورونه وايي چې د بنو د هوید درې دړیز په سیمه کې پر قاري جلیل او د هغه ساتونکو باندې  په درنو وسلو کارولو سره برید شوی. د برید پر مهال سختې ډزې وشوې  او وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شول

پولیسو د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شوو کسانو کې اسامه، کامران، محمد نیاز، ولي الله، سفیان، نعمان او صفیان شامل دي، په پیښه کې ې محمد نومې د امن لښکر غړې ټپي شوې دې

مهمه ده چې باید یادونه وشی چې تردې دمه  برید ذمه واري کومې ډلې نه ده منلې، او امنیتي ادارو د پېښې پلټنې پیل کړې دي،  دا هم باید یادونه وشی چې د امن په لښکر او امنیتي ځواکونو باندې د یو شمیر بریدونو ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار ډلو په خپله غاړه اخستې ده

نورخبرونه: خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *