تازه خبرونه

باګرام هوائي ډګر نيولو په حواله د ټرمپ په بيان د چين سخت غبرګون،بايد چې د افغانستان د خپلواکۍ درناوې وشي، لين جيان

د امريکائي اولسمشر وروستې څرګندونې منطقه کښې تاؤ تريخوالي پيدا کول دي،چين د دې خلاف دے،چين خارجه وزارت وياند
باګرام هوائي ډګر نيولو په حواله د ټرمپ په بيان د چين سخت غبرګون،بايد چې د افغانستان د خپلواکۍ درناوې وشي، لين جيان

امريکه په منطقه کښې نوې جهګړه غواړي،لين جيان

بيجنګ:افغانستان ته د امريکني پوځيانو بيرته ليږل او د باګرام هوائي ډګر د طالبانو نه واپس اخستو په حواله د امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په څرګندونو د افغان دولت نه پس ګاونډي ملک چين هم خپل غبرګون ښودلې دے ۔ بيجنګ کښې پريس بريفنګ ته وينا په مهال د چين د خارجه وزارت وياند لين جيان وئيلي دي چې د صدر ټرمپ دغه څرګندونې په افغانستان او منطقه کښې تاؤ تريخوالې پيدا کولو هڅې دي د کوم چې به نتائج ډير خطرناک وي او چين د دې ملاټر نشي کولے ۔ باګرام هوائي ډګر واپس اخستو په حواله د صدر ټرمپ بيان په ردعمل کښې لين جيان ووئيل چې دا قسمه بيانونه او څرګندونې د افغانستان د حاکميت او خپلواکۍ په ضددي،چين د افغانستان خپلواکۍ ته درناوې لري،دې هيواد کښې دوباره تاؤتريخوالې او بدامني رامخې ته کيدل د افغانانو ګټه کښې نه دي ۔ د يوې پوښتنې په جواب کښې د چين خارجه وزارت وياند زياته کړه چې د خپل هيواد د راتلونکي په حواله څه قسم فيصله کول د افغانانو حق دے ۔ لين جيان طمع څرګند کړېده چې منطقه کښې څه قسمه بله جهګړه نه پيدا کيدو لپاره به ټول فريقين د سولې، امن او د استحکام لپاره مثبت کردار ادا کړي ۔ ياده دي وې د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ لندن کښې د برطانيې صدر اعظم سټارمر سره ملاقات وروستو پريس کانفرنس ته وينا په مهال افغانستان ته پوځ بيا د ليږلو اشاره ورکړي وه او وئيلي ئي وو چې د باګرام هوائي ډګر بيرته د طالبانو نه واپس اخلو،ټرمپ د افغانستان نه ټول امريکني پوځيان واپس رابللو او باګرام پوځي اډه پريښودو په حواله د پخواني صدر جوبائيډن په فيصلو سخت غبرګون ښودلې وو،ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې باګرام هوائي ډګر امريکې سره پاتې کيدل زمونږ په ګټه کښې وو، دا پوځي اډه
د چين د ايټمي وسلې د جوړولو مرکز سره هم نزدې دے مونږ کوشش کوؤ چې د دې اهم مرکز کنټرول دوباره د امريکې په لاس کښې راشي ۔

Related Articles

محمد محقق ادعا کړې چې طالبانو د جعفري فقهې رسمي حیثیت لرې کړی او پر شیعه ټولنو یې فشارونه زیات کړي دي

May 16, 2026

د بریګیډیر اعجاز عباسي پر ضد د عادل راجا د کمپاین تر شا د قبضه مافیا، قاچاقبرانو او نورو شبکو لاس افشا شو

May 16, 2026

د باجوړ د ډمانګي کمپ پر خونړي ترهګریز برید کې د ښکېل دوهم ځانمرګي بریدګر هویت هم د یوه افغان تبعه په توګه تثبیت شوی دی. راپورونه ښيي چې دغه کس پخوا د افغان طالبانو له لیکو سره تړاو درلود

May 16, 2026

ننګرهار کې د امنیتي فشارونو دوام او د بې‌ځایه کولو لړۍ روانه ده، سرچینې وايي

May 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *